د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان په افغانستان کې امن نه غواړي'


د افغانستان او پاکستان بېرغونه
د افغانستان او پاکستان بېرغونه

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ، معتصم اغاجان لومړی طالب مشر نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان طالب مشران وژل شوي او بندي کړل شوي دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې کول غواړي.

پراګ: د افغان طالبانو استازی معتصم اغاجان له شاوخوا دوو اونیو وروسته د جمعې په ورځ په متحده عرب اماراتو کې خوشی شو. یو افغان چارواکي مشال راډیو ته وویل چې معتصم اغاجان ته ويل شوي چې که په اماراتو کې پاتې کېدل غواړي نو دي له سياسي هلو ځلو او غونډو لاس واخلي.

افغان چارواکي وايي ، د طالبانو هغه مشران یا ووژل شي او یا هم په بند کې واچول شي چې له افغان حکومت سره خبرې کول غواړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ، معتصم اغاجان لومړی طالب مشر نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان طالب مشران وژل شوي او بندي کړل شوي دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې کول غواړي.

د سولې د عالي شورا ویاند اسماعیل قاسمیار وویل چې د سیمې یو شمېر قوتونه له دې لارې په افغانستان کې د امن لاره نیسي او دلته د جګړې دوام غواړي.

هغه وویل ً په سیمه کې داسې استخبارات دي چې په افغانستان کې امن نه غواړي. پر معتصم اغا جان لګېدلي محدویتونه هم په افغانستان کې د سولې په وړاندې د خنډونو یوه کړۍ دهً.

اسماعیل قاسمیار زیاته کړه چې معتصم اغاجان د طالبانو داسې شاوخوا لس ډېر لوړپوړي غړي راغونډ کړي وو چې له افغان حکومت سره خبرې اترې کول غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزي وویل چې دا اوس بلکل څرګنده شوې ده چې پاکستان په افغانستان کې د امن د راتګ په مخ کې خنډ دی.

له نصرالله ستانکزي څخه مو وپوښتل چې پاکستان که چېري روښتیا هم د افغانستان د سولې په بهیر کې خنډونه جوړوي نو هدف یې څه دی؟

نصرالله ستانکزي په ځواب کې وویل ً پاکستان په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت غواړي ، داسې حکومت غواړي چې د دوی دوست او د هند دښمن ويً.

د نصرالله ستانکزي په وینا ، ً پاکستان غواړي چې که چېري په نړیواله توګه له کړکېچ سره مخامخ کېږي او یا یې په خاصه توګه له هند سره شخړه رامنځ ته کېږي نو چې افغانستان له پاکستان سره ودرېږيً.

نصرالله ستانکزي زیاته کړه چې داسې افغانستان د پاکستان په ګټه دی په کوم کې چې امن وي خو د ده په وینا ، پاکستان نه غواړي چې په افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې که روښتیا هم پرامنه او پر خپلو بښو ولاړ افغانستان د پاکستان په ګټه وي نو بیا دوی ولې هلته د امن د راتګ مخه نیسي؟

د پاکستان د سېنټ غړی او د افغانستان پر حالاتو ژور نظر لرونکی افراسیاب خټک د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د افغانستان په اړه پاکستان په فکري توګه په دوو برخو وېشلی دی.

افراسیاب خټک وویل ً یو جمهوري پاکستان دی چې په هغه کې ولس دی ، پارلمان دی ، عدلیه او خبریالان دي. د دوی ګتې په دې کې دي چې په افغانستان کې امن وي او افغانستان خوشاله وي. یو بل ډول پاکستان دی چې د ضیاءالحق له وخته په دې خبره روږد دی چې د افغانستان واک به د دوی په لاس کې وي او دوی به یې د پاکستان د یوې صوبې په توګه کارويً.

سنېټر افراسیاب خټک وویل چې دې ً دویم پاکستانً له پخوا څخه په افغانستان کې مداخلت کړی دی او دا هڅه یې کړېده چې افغان په خپل منځ کې داسې روغه جوړه ونه کړي چې پر پاکستان یې تکیه ختمه شي.

د افغان او یو شمېر نړیوال چارواکو ترڅنګ په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو ملت پال ګوندونه وايي چې پاکستان د هغو افغان طالبانو مرسته او ملاتړ کوي کوم چې د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي خو پاکستان دا نه مني او وايي چې دوی په افغانستان کې امن غواړي او په دې لړ کې مرسته کوي
XS
SM
MD
LG