د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي ورک دي


په کراچۍ کې د پاکستان امنیت ساتونکي
په کراچۍ کې د پاکستان امنیت ساتونکي

د کراچۍ د پولیس چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو دا کارکوونکي سلیم او سمیع نواز نومېږي چې تېره شپه د کراچۍ په ګلستان جوهر سیمه کې بې درکه شوي دي.

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ملګرو ملتونو دوه ځايي کارکوونکي بې درکه شوي دي.

د کراچۍ د پولیس چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو دا کارکوونکي سلیم او سمیع نواز نومېږي چې تېره شپه د کراچۍ په ګلستان جوهر سیمه کې بې درکه شوي دي .

په دې سیمه کې د پولیس افسر زاهد لغاري د شنبې په سهار مشال راډیو ته وویل چې ً د ورک کړل شوو کسانو د کورنيو غړو پولیسو ته په دې اړه خبر ورکړی دیً .

زاهد لغاري زياته کړه چې ً تر اوسه دا نه ده مالومه چې دا کسان د تاوان لپاره تښتول شوي دي او که نه د دوی ورکیدل کوم بل لامل لريً.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG