د لاسرسي ځای

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو خوشالي د درغلیو تورونو کې ورکېږي


د امريکا نيشنل انټرسټ مجلې د افغانستان د ولسمشری د شوو انتخاباتو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې ليکوال احسان ازري ستانکزی دی. دی وايې، د اپريل پر پنځمه نېټه د افغانستان ولسمشری د ټاکنو خوشالیانې اوس په پراخه کچه د درغليو په تورونو کې په ورکېدو دي.


دده په وينا لومړنی نتيجې ښايې چې هيڅ يوه اميدوار واضحه اکثريت نه دی ترلاسه کړی.

د ليکوال په خبره تر اوسه شمېرل شوو رايو کې عبدالله عبدالله يو څلويښت اعشاريه نهه او ډاکټر اشرف غني اوه ديرش اشاريه شپږ فيصده رايې ترلاسه کړي او ښايي انتخابات دوم پړاو ته ولاړ شي.

د ليکوال په خبره تر اوسه په شمېرل شوو رايو کې د عبدالله عبدالله برتري داسي اشاره ورکوي چې ګواکې د نتيجو دغه لومړني اعلان سياسي هدف درلود.

دده په وينا دې ته پکار دی د يوه خبرداري په توګه و کتل شي چې سياسي اشرافيه يا پخوانۍ شمالي ټلواله چې په دوه زره يو کال کې د طالبانو د ماتي وروسته چې کوم واک ترلاسه کړی وو هغه به په راتلونکې کې هم دوام ولري.

د ليکوال په خبره ځيني کتونکي پر حامد کرزي او د هغه پر اتحاديانو تور لګوي چې د لومړنيو نتيجو په اړه یې تر پړدې شاته سودا بازي کړې ده.

دده په وينا لومړنيو نتيجې بايد داسې هم وکتل شي چې دا د عبدالله عبدالله د ملاتړو غوښتنو ته يوډول ځواب ويل وو ځکه چې هغو دړکه ورکړې چې که چرته عبدالله عبدالله کاميابه نشي نو افغانستان به ښايې د وينو په نوو څپو کې و بهيږي.

احسان ازري ستانکزی پر مخ ليکي که چيري عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو دا به طالبانو لپاره ځکه يوه تحفه وي چې طالبان وار له مخه له دې خبري ګټې پورته کوي چې ګواکې د جنوب او ختيځ پښتانه له واکه بې برخي دي. د ده په وينا په داسي حال کې چې نړيواله ټولنه افغانستان ته مالې مرستي کموي نو عبدالله عبدالله به په دې هيواد کې نسلي تقسيم نور هم زيات کړي.
XS
SM
MD
LG