د خبريالانو د خوندي کولو نړيوال سازمان کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس د ايشياء مشر بوب ډزټس ليکي په پاکستان کې پوځي جاسوسي ادارې، ياغي وسله والې ډلې يا د سياسي ګوندونو له مينځه د خبرونو را وتل د دې هيواد د رسنيو لپاره يو خوراک دی.
د ده په وينا زياتره خبريالان په دننه سرچينو تکيه کوي. د ليکوال په خبره دغه سرچيني ميډیا د خپلو جګړو لپاره د مورچې په توګه استعمالوي او د خپل دريځ د وړاندي کولو لپاره پر هغو خبرياليانو تکيه کوي چې له دوی ورسره خواخوږي لري.
دغو سرچينو د ټيلي ويژن د مشهورو پروګرامونو کوربانه تر حد زيات بوخت ساتلي وي او که د اخبارونو د مخپاڼه که نه وي نو لږ تر لږه دننه پاڼې يې د دغو سرچينو لخوا ورکړل شوو خبرونو څخه ډکيې وي.
د ليکوال په وينا چې که څه هم دا يوازې د پاکستان مسئله نه ده خو البته د نورو په مقابله کې په دې هيواد کې زيات اهميت ورکول کيږي.
بوب ډزټس پر مخ ليکي چې په پاکستان که يو شی نه تر سترګو کيږي نو هغه د يوه داسې تحقيقي صحافت نشتوالی دی چې په تفصيلي تجزيو او اعداو شمار ولاړ وي.
د ده په خبره دا ستونزه د پاکستان پر يوې پخوانی خبريالي عايشه هاروان چې تير کال په حق و رسيده باندي په ليکل شوي بلاګ کې راپورته کړې وه.
دی وايې په هغه مقاله کې يې ليکلې وو چې عائشه هارون د پاکستان صحافت په اړه ډيرې سپينې خبرې کولې .
دې به په خپلو خبرو کې د پاکستاني صحافت جاج اخستلی او د سنير خبريالانو هغه رجحان يې په ګوته کولی چې دوی د حقيقت د کيندلو اوموندلو پر ځای د خپلو تجزيو لپاره د خپلي خوشې په سرچينو باندې زياته تکيه کوي.
عايشه هارون ويل چې دا اوس يو ډیر ګران کار ګرځېدلی دی چې نوي او ځوان خبريالان د سکروټ رښتياوو په موندلو پسې وليږل شي.