د لاسرسي ځای

تازه خبر

که ولسمشر شوم ریښتونې ملي پخولاینه جوړوم. احمدزی


که ولسمشر شوم ریښتونې ملي پخولاینه جوړوم. احمدزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:23 0:00

که ولسمشر شوم ریښتونې ملي پخولاینه جوړوم. احمدزی

د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند ډاکتر اشرف غني وايي، که منتخب شو نو په ملي یووالي ولاړ حکومت به جوړوي.


د افغانستان ولسمشری ته کانديد اشرف غني احمدزی د ملي پخلاينې ژمنه کړې ده. هغه وايي چې که دی ولسمشر شي، تر خپله وسه به هڅه وکړي چې ملي روغه جوړه را منځته شي.


له مشال راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې اشرف غني وويل، چې افغانستان بايد له ماضي پر راتلونکي ډير فکر وکړي.

موږ نه غواړو په پخوا کې بند پاتې شو چې دا کار مو له راتلونکي محروم کړي. موږ بايد يو ځای شو، مسوليت ومنو، پر مخ وخوځېږو او که څوک زيانمن شوي وي هغو ته پاملرنه وکړو. دا زموږ د خپلو زخمونو رغولو بهير دی.

ده زیاته کړه چې د تاتريخوالي ځواب تاوتريخوالی نه دی.

۶۴ کلن اشرف غني د لياقت او کفایت پر بنسټ ولاړ دولت ژمنه وکړه چې پکښي د قانون پلي کول، د اداري فساد له منځه وړل او د يو داسي اقتصادي سيستم را منځ ته کول، چې هيواد پر بهرنيو مرستو له تکيې څخه راوباسي، شامل دي.

ما هېڅ پيسې نه درلودې او نه مې د هېڅ سياسي ګوند، دولت او يا د بهرنيانو ملاتړ درلود. دا يو سوچه ټولنيز غورځنګ دی چې تر سره کيږي به.

اشرف غني د دې سوال په ځواب کې چې ایا له ولسمشر سره يې د انتخاباتو وروسته ليدل کتل کړي دي، مشال راډيو ته وويل چې ده له افغان ولسمشر او ځيني سياسي سيالانو سره کتلي دي. د ده په وينا دا ليدل کتل د دې لپاره نه وو چې د انتخاباتو دوهم پړاو ته له تلو د راګرځولو لپاره جوړ جاړی وکړي. ټاکنې کيدای شي دوهم پړاو ته ولاړي شي ځکه چې داسي اټکل کيږي چې هېڅ کوم کاندید به تر پنځوس سلنې رايې یونه شي.

اشرف غني وويل چې د ټاکنو دوهم پړاو ضروري دی چې خلک وکولی شي خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

د اپريل پر ۱۳م اعلان شوې په سلو کې د لسو شميرل شويو رايو د نتيجو له مخې اشرف غني د ولسمشرۍ په کاندید عبدالله عبدالله پسې دوهم دی. تمه کيږي د لومړي پړاو نتيجې د اپريل په ۲۴م خپرې شي.


XS
SM
MD
LG