د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تعلیم نړیوالې اتلې ملالې یوسفزۍ انځور لیلامېږي


په لندن کې د انځورونو ملي ګالري کې د ملالې یوسفزۍ انځور
په لندن کې د انځورونو ملي ګالري کې د ملالې یوسفزۍ انځور

په پاکستان کې د نجونو تعلیم لپاره د مبارزې ملالې یوسفزۍ یو انځور به راتلونکې میاشت د امریکا په نیویارک کې لیلام شي.


په پاکستان کې د نجونو تعلیم لپاره د مبارزې ملالې یوسفزۍ یو انځور به راتلونکې میاشت د امریکا په نیویارک کې لیلام شي.

د فرانسې د خبري اژانس په حواله، د ملالې یوسفزۍ دا انځور پيژندل شوي بریتانوي انځورګر جانتن یو نقاشي کړی او د پروسږ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې په لندن کې د انځورونو ملي ګالري کې نندارې ته ايښودل شوی وو.

د ملالې یوسفزۍ انځور تقریبا یو میټر مربع اوږدوالی او وسور لري چې په روغني رنګ جوړ شوی دی.

په نیویارک کې د دې لیلام سمبالوونکي، فرانس ېپرس ته ویلي چې د ملالې یوسفزۍ انځور ښايي له شپیتو تر اتیا زرو ډالرو وپلورل شي.

ملالې یوسفزۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: د دې لیلام په پيسو به له هغو نجونو سره چې په سوریه کې د جګړې له امله اردن ته کډه شوې اوهمدا راز په پاکستان کې له هغو نجونو سره چې د سختو کارونو ترڅنګ زده کړې کوي، مرستې وشي.

ملالې یوسفزۍ ویلي، د دې انځور پېرېدونکی باید ډاډ ولري چې له داسې سخاوته به يې هغو ماشومانو ته مرستې وشي چې په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ (م) کال په خپل پلرني ټاټوبي سوات کې وسله والو طالبانو هغه مهال پر سر په ډزو وویشتله چې کله له خپل ښونځي په یو ګاډي کې خپل کور ته روانه وه. له هغه بریده دا روغه راووتله او وروسته یې د برتانیا برمنګم ښار په یوه روغتون کې درملنه وشوه.

دې تر هغه وروسته نړیوال شهرت پیدا کړ او تیر کال يې نوم د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندید وو.
XS
SM
MD
LG