د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ملي کریکټ ټیم لوبغاړي کراچۍ کې ورزشي روزنه اخلي


د افغانستان کرکټ ټیم شل لوبغاړی په دغه ډله کې ګډون لري چې پکې کپتان محمدنبي، شاپورځدران، نورومنګل، اضعرستانکزی، میروېس اشرف، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شریف الدین، اشرف، نورعلي ځدراڼ او نور لوبغاړي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ګڼ لوبغاړي د ورزشي زده کړو لپاره د اپریل میاشتې پر ۱۵ نیټه د پاکستان کراچۍ ښار ته رسېدلي دي، چې د پاکستان کرکټ قامي ټیم پخواني لوبغاړي عامرسهیل او راشد لطیف به روزنه ورکوي.


د افغانستان کرکټ ټیم شل لوبغاړی په دغه ډله کې ګډون لري چې پکې کپتان محمدنبي، شاپورځدران، نورومنګل، اضعرستانکزی، میروېس اشرف، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شریف الدین، اشرف، نورعلي ځدراڼ او نور لوبغاړي دي.

په دغو لوبغاړو کې شامل شریف الدین اشرف مشال ریډیو ته وویل، د پاکستان کرکټ قامي لوبډلې پخواني کپتان او ویکټ کیپر راشد لطیف دوی د ویکټ کیپنګ او فیلډنګ په برخه کې مهم مالومات او زده کړې ورکوي، د دې ترڅنګ د پاکستان قامي ټیم بل پخوانی کپتان او بېټمسین عامر سهیل دوی ته د بیټنګ په برخه کې روزنه ورکوي.

د هغه په وینا دوی په راتلونکي کې په پام کې لري چې د ملایشیا او نورو هیوادونو ته د لوبو لپاره ولاړ شي، خو د ورزشي روزنو لپاره یې د کراچۍ هوا خوښه کړه.

کراچۍ ته په رسېدلي دغه ډله کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو علاوه د افغانستان کریکټ بورډ د مشر شفیق ستانکزي په مشرۍ اته کسیزه چارواکي هم برخه لري.

په ورزشي خوزښتونو نظر لرونکي او کارپوهان د افغانستان کریکټ لوبډلې لپاره دا ډول تربیې او مسلکي زده کړې ګټورې ګڼي.

د کریکټ لوبو شنونکی اعجاز خان وايي، "موږ ولیدل چې د افغانستان کرکټ ټیم ته په اوس وخت کې د یو ښه ویکټ کیپر ضرورت دی، د دې ترڅنګ دوه تکړه اوپنران او مظبوط بیټنګ لاین او فیلډنګ ښه کول ورته پکار دي. په ټي ټوېنټي او ون ډې کې موږ ولیدل چې د افغانستان په کرکټ ټیم کې یو شمیر کمزریانې شته، د دې ليرې کولو لپاره دا ټریننګ زه ډېر اهم او ګټور ګڼم، ځکه چې عامر سهیل یو ښه بیټسمین او کپتان پاتې شوی دی"

د اعجاز خان په خبره راشد لطیف په کراچۍ کې د کرکټ اکیډمي لري، او نوموړی زلمو لوبغاړو ته په زدکړو ورکولو کې ښه تجربه هم لري. د دې ترڅنګ هغه د افغانستان کرکټ ټیم کوچ هم پاتې شوی دی، نو ځکه د هغه زده کړې به د افغانستان کرکټ لوبغاړو ته کټورې تمامې شي.
XS
SM
MD
LG