د لاسرسي ځای

افغانستان: په ترافيکي پېښه ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي


د کابل ـ جبل السراج په لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله پنځه کسه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.


د پروان د ترافیکو د تنظیم امرمحمد یونس پردیسي مشال راډیو ته وویل، چې دغه پیښه نن (پنجشنبه) سهار ۷ بجې د ۳۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوه.

د پروان امنیې قومندان خلیل الله ضیایي، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او د پیښې لامل یې د موټر چلوونکي بې احتیاطي وښوده.

تیره اونۍ د کابل ـ کندهار په لویه لاره د سورلیو د دو موټرو د ټکر له امله دولس کسان ووژل شول او له شلو زیات ژوبل شول.
XS
SM
MD
LG