د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د درې جي ټېکنالوژۍ اجازت نامه ښايي ارزانه خرڅه شي


رویټرز خبري اژانس لیکي، په داسې وخت کې چې په پاکستان کې اقتصادي او مالي وضع ښه نه ده د دې هېواد حکومت ښايي اړ شي چې د موبایل ټیلي فون انټرنیټ درې جي او څلور جي ټېکنالوژۍ لپاره پخپله پیسې برابرې کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، په داسې وخت کې چې په پاکستان کې اقتصادي او مالي وضع ښه نه ده د دې هېواد حکومت ښايي اړ شي چې د موبایل ټیلي فون انټرنیټ درې جي او څلور جي ټېکنالوژۍ لپاره پخپله پیسې برابرې کړي.


له اوږدې مودې راهیسې حکومت هڅه کوي چې د درې جي ټېکنالوژۍ اجازت نامې خرڅې کړي. اوس حکومت اراده لري چې دا اجازت نامې د اپرېل پر ۲۳مه خرڅې کړي.

حکومت تمه لري چې له دې کار سره به تر دوه اربه امریکايي ډالرو پورې پانګونه تر لاسه کړي. خو د دوشنبې ورځې په بولۍ کې پانګوالو کمه لېوالتیا وښوده او اټکل کېږي چې د اجازت نامو په بولۍ کې ښايي حکومت یوازې ۸۵۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړي.

یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د مالي چارو وزیر اسحاق ډار تر دې حده ((غوسه دی چې غواړي بولي منسوخه کړي)) ځکه چې دوی د اجازت نامو له خرڅولو د خپلې خوښې پانګونه نشي ترلاسه کولای.

پاکستان په سیمه کې یوازینی لوی هېواد دی چې تر اوسه درې جي ټېکنالوژي نه لري. رویټرز خبري اژانس لیکي، جنګ ځپلي افغانستان په ۲۰۱۲ز کال کې دا ټېکنالوژي خپله کړه.

د پاکستان مخابراتو اداره وايي، د دې هېواد ابادي شاوخوا ۱۸۰ میلیونه ده او په هغه هېواد کې ۱۳۲ میلیونه خلک موبایل ټیلي فون کاروي.

په فبرورۍ کې د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار اټکل کړی وو چې که دوی د درې جي ټېکنالوژۍ اجازت نامه خرڅه کړي نو تر دوه اربه ډالرو او که د څلور جي ټېکنالوژۍ اجازت نامه خرڅه کړي نو تر څلور یا پینځه اربه امریکايي ډالره به تر لاسه کړي.

تمه وه چې له دې بولۍ سره به د پاکستان ناخالصه اقتصادي تولید یا جي ډي پي تر اته اربه امریکايي ډالره ورلوړ شي او له دې کار سره به شاوخوا نهه لکه کسانو ته کاري موقعې برابرې شي.

خو د دوشنبې پر ورځې څلور بجې چې بولي پای ته ورسېده نو په پاکستان کې د موبایل ټیلي فون خدماتو په ورکوونکو پینځو شرکتونو کې څلورو خپلې بولۍ لګولې وې او هېڅ نوې کمپنۍ په دې بولۍ کې دلچسپي نه وه ښودلې.

درې جي ټېکنالوژي په موبایل ټيلي فون کې تېز انټرنیټ ورکوي او استعمالوونکي یې په اسانه او ژر ووبپاڼې، ویډیوګانې او سندرې لیدلای او اورېدای شي. دا مهال په پاکستان کې په موبایل ټیلي فونونو کې د اېج ټېکنالوژۍ په واسطه خلک انټرنیټ ته لاسرسی لري.
XS
SM
MD
LG