د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۳ تنه وسله وال او څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې يې د عملياتو په نتیجه کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژلي او درې تنه يې ټپيان کړي او څلور تنه ملکي وګړي هم وژل شوي .

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې يې د عملياتو په نتیجه کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژلي او درې تنه يې ټپيان کړي او څلور تنه ملکي وګړي هم وژل شوي .


د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د سیشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په هغو ولسي وګړو بريد کړی و چې د هغوی په مقابل کې يې پاڅون کړی و، خو د امنيتي ځواکوانو له سخت غبرګون سره مخ شول چې په نتيجه کې يې لس تنه وسله وال او څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. نوموړی وايي:

« وسله والو طالبانو تيره ورځ د حصارک پر هغو خلکو باندې حملې کړې وې چې هغوی قيام کړی و طالبانو په مقابل کې. په مقابلو حملو کې لس تنه د دښمن وسله وال طالبان وژل شوي او د محل خلکو ته هم څه نا څه مرګ ژوبله پيښه شوې چې د هغوی تعداد هم څلور تنه يې شهيدان شوي او يو تن يې ټپي دی.»

جنرال شیرزاد وړاندې وايي چې د سېشنبې پر ورځ ځانګړو امنیتي ځواکونو له ملي پوليسو سره په ګډه د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند تکيه سيمه کې عمليات تر سره کړي چې درې تنه وسله وال يې وژلي او درې تنه يې ټپيان کړي دی. دی وايي:

« د تيرې سېشنبې پر ورځ هم زموږ پوليسو له ځانګړو ځواکونو سره په ګډه په هغو عملياتو کې برخه واخيسته چې هغه د تکيه په سيمه کې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې اجرا شول چې په نتيجه کې يې د دښمن درې نفره وسله وال طالبان چې په هغو کې دوه تنه يې ډير مهم قوماندانان وو وژل شوي او له هغو څخه وسلې په لاس راغلي او درې نفره يې ټپيان شوي هم دي.»

جنرال فضل احمد شیرزاد زياتوي چې دوی د ننګرهار په هغو ټولو ولسواليو کې د عملياتو تياری لري چې وسله وال طالبان په کې شتون لري.
XS
SM
MD
LG