د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جنوبي کوریا دې د توانایي برخه کې له پاکستان سره کار وکړي'


په اسلام اباد کې وزیراعظم نواز شریف د جنوبي کوریا له وزیراعظم چنګ هنګوان سره د لیدلو پر وخت ویلي، دوی غواړي له کوریا سره کاروباري اړیکې زیاتې کړي او د اوبو، بجلۍ او توانایۍ په یو شمیر منصوبو کې کوریایي کمپنۍ له دوی سره کار وکړي.


په اسلام اباد کې د مشال خبریال وایي کوریایي وزیراعظم د دوشنبې پر ورځ له خپل پلاوي سره په وزیراعظم هاوس کې د نواز شریف سره د دواړو هېوادونو تر منځ په تجارتي او کاروباري منصوبو خبرې وکړي.

د جنوبي کوریا وزیراعظم په دغه ملاقات کې وویل، دوی غواړي له پاکستان سره تجارتي اړیکي مضبوطې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG