د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘که ولسمشر شوم خپلو سیالانو ته په حکومت کې برخه ورکوم’

د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید عبدالله عبدالله چې په لس فیصده شمیرل شویو رایو کې له نورو کاندیدانو مخکې ښودل شوی دی، له مشال راډیو سره په خبرو کې هغه ویل، که چیرې ولسمشر شي نو د خپلو سیالانو په ګډون به ټولو ته په حکومت کې برخه ورکړي.

عبدالله عبدالله وايي، که ولسمشرشي د حکومت جوړخت به یې د وړتیا پر بنیاد وي او د ده د سیالو امیدوارانو او اوسني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ټول لورې به په کې برخه ولري.

هغه وایې (( زموږ د هیواد د لومړیتوبونو په بنیاد زموږ په فکر او د هیواد د راتلونکې پر بنیاد چې څوک هم له موږ سره مرستې کوي، موږ ورسره همکارۍ ته تیار یو او موږ له دې عمله څوک نه باسو. ))

نوموړۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر اوسه پورې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د ورکړل شویو رایو یوازې د لسو فیصدو نتیجې په ډاګه کړې چې له مخې یې عبدالله عبدالله له خپل سیال اشرف غني مخکې دی.

خو د انتخاباتو کمیشن ویلي دي چې د نورو رایو د نتایجو په اعلان سره ښايې د امیدوارانو اوسنۍ فیصدي بدلې شي. او بله کاندید رامخکې شي.
XS
SM
MD
LG