د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا پوهنتون ته درې نوې ودانۍ جوړیږي


د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د پوهنتون له پاره د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو ودانیو د جوړولو کار عملاً پیل شو، د ځايي چارواکیو په وینا د پکتیکا پوهنتون د دریو ودانیو، ودانیزې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي.

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د پوهنتون له پاره د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو ودانیو د جوړولو کار عملاً پیل شو، د ځايي چارواکیو په وینا د پکتیکا پوهنتون د دریو ودانیو، ودانیزې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي.


که څه هم دوه کاله وړاندې په پکتیکا کې پوهنتون جوړ شوی او یوازې د یوې پوهنځی په لرلو سره يې خپل فعالیتونه پیل کړي دي، خو نوموړی پوهنتون تر دې مهاله ځانګړې ودانۍ نه لري، چې بالاخره یاد پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د پرمختیايي بودجې څخه د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو دوه پوړیزو ودانیو د جوړولو کار د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو.

د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې پر يادو ودانيو به نږدې ۵۵ مېليونه افغانۍ ولګول شي او چارې به يې د يو کال په اوږدو کې بشپړې شي.

((په ۱۳۹۳ یم کال کې د پکتیکا له پاره ډېره بودجه په پام کې نیول شوې ده، په دې کې به انشاالله د پکتیکا پوهنتون له پاره هم تدریسي ودانۍ جوړې کړو، دوه کاله کیږي، چې پکتیکا د پوهنتون د نعمت څخه برخمنه ده، دا به د پکتیکاوالو په ژوند کې او د افغانستان د خلکو په ژوندکې یو مثبت بدلونرامنځته کړي.))

پکتیکا پوهنتون ته په سږني تشکیل کې د زراعت پوهنځی هم ورکړل شوې او د کانکور د ازموینې څخه ورته نوي محصلان معرفي شوي دي، چې د محصلانو شمېر یې نږدې زرو کسانو ته پورته شو.

د پکتيکا د قومونو د يووالي شورا مشر ملا معصوم خيروي مشال راډیو ته وويل، چې د اوسنۍ نړۍ خلکو د علم او پوهې له لارې ډېر پرمختګ کړی، نو افغانان هم باید د پوهنې په کاروان کې ځانونه د نړۍ سیال کړي:

((نن تاسې جهان وګورئ، نړۍ وګورئ، خلک سړې اوسپنې په هوا ګرځوي، د دغه وجه دا ده چې دوی علم کړی ده، تعلیم یې کړی ده، جهازونه یې جوړ کړي ټانکونه یې جوړ کړي او ما او تا مسلمانان یو، په قران مو ایمان راوړی دی، حال دا چې ټول کمالات او علوم د قران څخه سرچینه اخیستې ده، خو د دې علومو څخه مو ګټه نه ده پورته کړې.))

د پکتیکا ولایت د ځوانانو په استازيتوب عبيدالله سروضوال په خپلو خبرو کې د دا ډول علمي مرکز جوړېدل مهم ياد کړل او زیاته يې کړه، چې اوس پکیکاوالو ځوانانو ته د دې زمینه برابره شوې، چې په خپله سیمه کې لوړې او منځنۍ زده کړې حاصلې کړي:

((پخوا د پکتیکا ډېر ځوانان په دې وجه له زده کړو څخه بې برخې پاتې کېدل،چې په خپل ولایت کې ورته د پوهنتون سهولت موجود نه وو، کله چې دا پوهنتون جوړ شوی او دا دوه پوهنځي په کې فعاله شوي دي، ډېر پکتیکاوال اوس لوړې زده کړې لري، د دې علمي مرکزونو څخه چې اوسمهال خلک رافارغیږي، زموږ ادارو ته به راځي، زموږ علمي مرکزونو ته به راځي موږ په دې ډېر ویاړو.))

د یادونې وړ ده پکتيکا پوهنتون دا مهال د ښوونې روزنې او کرهڼې دوه پوهنځي لري، چې محصلان يې تر دې مهاله د ښرنې د دارالعلوم له ودانۍ څخه ګټه پورته کوي، د نوموړي پوهنتون د ودانیزو چارو او نورو سپورتي او تفریحي ځایونو د جوړولو له پاره په مرکز ښرنه کې زر جریبه ځمکه ځانګړېشوې ده.
XS
SM
MD
LG