د لاسرسي ځای

تازه خبر

په حساس وخت کې تجربه کاره امریکایان له افغانستانه ووځي


فارن پالیسي مجله لیکي، تمه ده چې افغانان به تر اوړي خپل نوی ولسمشر وټاکي. امریکا به په کابل کې له نوي حکومت سره خپل اړیکي جوړ کړي.

فارن پالیسي مجله لیکي، تمه ده چې افغانان به تر اوړي خپل نوی ولسمشر وټاکي. امریکا به په کابل کې له نوي حکومت سره خپل اړیکي جوړ کړي. خو پخواني او اوسني امریکايي چارواکي وايي، په دې حساس وخت کې به له افغانستانه د ډېپلوماټیکو کدرونو فرار هلته د امریکا د بهرنیو چارې تګلارې ته تاوان ورسوي.


ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې اړیکي لرل. دا اړیکي، د فارن پالیسي مجلې په وینا، زیاتره وخت ترینګلي ول. اوس امریکايي چارواکي فکر کوي چې د نوي ولسمشر له راتګ سره به واشنګټن ته موقع په لاس ورشي چې دا اړیکي له سره تعریف کړي.

خو دا کار ښايي ګران وي. ځکه چې تر اوړي چې په کابل کې نوی ولسمشر ټاکل کېږي، له هغه ځایه به زیاتره امریکايي ملکي منځپوړي او لوړپوړي چارواکي تللي وي. دا چارواکي په افغانستان کې د کار ژوره تجربه لري او له نوي حکومت سره د نویو اړیکو جوړولو په اړه مالومات او پوهه لري.

فارن پالیسي مجله لیکي، هغه چارواکي چې د دې ټولې معاملې له تفصیله خبر دي وايي، د دې چارواکو پر ځای به هغه ډېپلوماټان کار پیلوي چې کمه تجربه لري.

د دې مانا دا ده چې په کابل کې امریکاييي سفارت به په کمزوري حالت کې وي چې له نوي حکومت سره د درغلۍ یا اداري فسار پر وړاندې د مبارزې او د اقتصادي بحرانونو مخنیوي په لړ کې مرسته وکړي او یا هم په افغانستان کې د امریکايي پوځي ځواک پاتې کېدو په اړه پر نوي افغان حکومت اغېز ولري.

په افغانستان کې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د ولسمشرۍ درې نوماندانو زیاتې رایې تر لاسه کړي دي. دې درېواړو نوماندانو اشاره ورکړې ده چې له امریکا سره به دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک کړي. له دې تړون سره به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې کېدو ته قانوني جواز ور په برخه شي.

امریکايي چارواکو فارن پالیسي مجلې ته ویلي، په کابل کې د امریکايي سفارت شاوخوا ۲۰ افسران چې د سفارت په سیاسي او اقتصادي څانګه کې کار کوي او له افغان حکومت سره د مستقیم کار تجربه لري، په اوړي کې له کابله خپل هېواد ته ستنېږي.

له دې سره سره، په کابل کې د امریکايي سفیر جېمز کنېنګم د کار دوه کلنۍ موده هم پای ته رسي او په څلورو یا پینځو میاشتو کې به واشنګټن ته ستون شي.

په کابل کې د واشنګټن پخوانی استازی رونالډ نومین وايي، دا نه ده روښانه چې واشنګټن به له نوي افغان حکومت سره څه ډول اړیکي ساتي او څنګه به یې پر مخ وړي. خو ده وویل، که امریکا له افغانستان سره مثبت اړیکي غواړي، نو په هغه صورت کې له کابله د تجربه کارو کسانو ایستل ښايي سودمند کار نه وي.

یوه بل امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط فارن پالیسي مجلې ته ویلي، په داسې حساس وخت کې د تجربه کارو افسرانو پر ځای د کمې تجربې هغو ګمارل هېڅ مانا نه لري.
XS
SM
MD
LG