د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ټولټاکنو کې جعلي رایې دې بېلې کړل شي'


د افغان ټولټاکنو رای پېټۍ
د افغان ټولټاکنو رای پېټۍ

د افغانستان ولسمشرۍ کاندیدانو غوښتنه کړېده چې جعلي رایې دې له سمو هغو بېلې کړل شي.

د ولسمشرۍ نوماند زلمي رسول مطبوعاتي دفتر د یکشنبې پر ورځ د انتخاباتو له خپلواک کميسيونه غوښتي چې د خلکو له رايو سره د معاملې کېدلو مخه دې ونیسي.


بلخوا د و لسمشرۍ نوماند عبدالرب رسول سياف مطبوعاتي دفتر بيا تور پورې کړی چې حکومتي چارواکو او د انتخاباتو خپلواک کميسيون په پراخې درغلۍ سره د نه بخښلو جرم کړى دى.

د سیاف له خوا پرون خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د جعلي او سمو رایو تر بېلولو وړاندې لومړۍ یوه برخه نتیجې اعلان کړې دي.

د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي هم د یکشنبې په ورځ هیله ښودلې چې ډېر ژر به جعلي رایې او سمې رایې سره بېلې شي چې د هغه په وینا ، ولس خبر شي چې دا کار له قانون سره سم شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ له شپږویشت ولایتونو څخه د لس فصیده رایو نتیجې اعلان کړې.

د دې نتیجو له مخې عبدالله عبدالله پر لومړي، ډاکټر اشرف غني احمدزی پر دویم او زلمی رسول پر درېیم نمبر دی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېیسون مشر احمد یوسف نورستاني وویل چې راتلونکې نتیجې په اساني سره په دې کې بدلون راوستلای شي چې څوک وړاندې او څوک شاته دی.

په افغان ټولټاکنو کې د درغلیو وروستۍ موندنې نن اعلانېږي



ټاکل شوې د افغانستان د شفافو انتخاباتو ټولنه د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د درغلیو په اړه خپلې وروستۍ موندني نن اعلان کړي .

د دې ټولني مشر محمد نعیم ایوب زاده د یکشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې تمه لري د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون د بې طرفې په ساتلو سره ټولې هغه درغلې ارزوي چې ددوی په راپور کې اشاره ورته شوې.

محمد نعیم ایوب زاده وویل:

'موږ نن يوه اعلاميه خپروو چې د درغليو ، سرغړونو او د انتخاباتو په ورځ د نورو ستونزو په اړه يو بشپړ تصوير د رسنيو له لارې خلکو ته وړاندې کوو'

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون د یکشنبه په ورځ وویل چې (اتلس سوه دوه نوي) شکایتونه په رسمي ډول له دوی سره ثبت دي چې په دې کې ۸۷۰ په لومړۍ درجه کې راځي.
XS
SM
MD
LG