د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو جزوي پایلې اعلان شوې


Afghanistan -- An Afghan worker of the Independent
Afghanistan -- An Afghan worker of the Independent

د افغانستان د انتخاباتو کمیسون د اتوار په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو جزوي پایلې اعلان کړې. تراوسه دوی د لسو فیصدو ووټونو نتیجه اعلان کړه چې تر مخې یې ډاکټر عبدالله څه باندې یو څلویښت فیصده او ډاکټر اشرف غني احمدزي څه باندې اوه دیرش فیصده رایې خپلې کړي دي.

د نتایجو اعلان د افغانستان د ټاکنو د کمیسون مشر یوسف نورستاني وکړ. نوموړي وویل دوی به هره ورځ همداسې جزوي نتایج اعلانوي او دا ممکنه ده چې پایلې بدلون ومومي او په راتلونکو نتایجو کې دځینو نوماندانو نومونه ښکته او پورته شي.

ښاغلي یوسف نورستاني وویل دا لویه بریا ده چې د افغانستان خلکو په زیات تعداد کې په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د یادولو ده چې دافغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې اوه میلیونه خلکو رایې اچولي او د انتخاباتو کمیسون تراوسه د پنځو لکو رایو پایلې اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG