د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د ویساک دودیزه میله


د ويساک دا ميله د شنبې په ورځ پيل شوې وه چې په ترڅ کې یې د سيک مذهب سره تعلق لرونکي میرمنې او سړي د سرخرود سلطان پور سیمې ته ورغلل او هلته يې د خپلو مقدسو چينو تر څنګ خپل مذهبي مراسم تر سره کړل.
د جلال اباد ښار د مرکزي درمسال وياند ډاکټر هرميت سينګ په همدې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
د ویساک د میلې ګډونوال
د ویساک د میلې ګډونوال

(( خوشحاله يو چې د ويساک وياړلې ورځ په ډيرو شاندارو مراسمو کې نمانځو. پرون د سلطان پور بڼو ته ولاړو او زموږ سيکانو ورونو له هغه ځایه زيارت وکړو. نن په دويمه ورځ زموږ مذهبي جنډه جګه شوه چې زموږ مسلمانان وروڼه چې دولتي چارواکي او ښاريان هم پکې دي هم ورته راغلي او موږ ته يې د ويساک د ۳۱۶ مې کليزې په وياړ مبارکي راکړه. سبا زموږ اخيري ورځ ده چې زموږ مذهبي کتاب به د درمسال دننه په ډيرو شاندارو مراسمو سره ګرځول کيږي او تر ماښامه به دغه وياړلې ورځ ونمانځل شي.))

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې د داسې افغانانو په جشن کې ګډون کوي چې د افغانستان په ورانۍ کې هيڅ ډول لاس نه لري.
(( زه په دې افتخار کوم چې دا هغه څوک دي چې د خپل لرغوني موجوديت په رڼا کې يې دې ملک ته او دې خاورې ته له خدمته پرته بل هيڅ نه دي کړي. زيان يې نه دی رسولی، دا وطن يې وران کړی نه دی. دلته يې غصب نه دی کړی، دلته يې څوک نه دي وژلي، له دې ځايه يې څوک نه دي فرار کړي، بلکې د دې خاورې او د دې مور د يو سالم بچي په توګه يې خدمت کړی دی. سره له دې چې دوی ته په تيرو پينځه ديرشو کلونو کې ډير زيات زيانونه هم اوښتي دي.))
ویساک میله
ویساک میله


د هندو مذهب سره تعلق لرونکي انارکلي هنريار چې د افغانستان د مشرانو جرګي غړې ده، خوشحاله وه چې د مسلمانو په ملتيا د سيکانو په مذهبي جشن کې د ګډون وياړ ور په برخه شوی دی.
(( ما ته د خوشحالۍ ځای دی چې ټول خلک، د جلال اباد هندوان، سيکان او مسلمان د يوه چتر لاندې کيني او دغه ورځ نمانځي. له امنيتي ارګانونو نه په دې خاطر مننه کوم چې له موږ سره يې ښه همکاري کړې ده. او تاسو د هغې نتايج ګورئ چې موږ دغه ورځ د امن په فضا کې نمانځو. ))

د ويساک په دې ميله کې که يوه لور ته له موسيقۍ سره مذهبي سرودونه ويل کيدل نو بل لور ته ځوانو سيکانو له ډول او سرني سره ډانګچې وهلې.

ياده دې وي چې شاو خوا درې نيمې لسيزې د مخه به د ويساک ميله سرخردو ولسوالۍ سلطان پورکې لګيدله، چې اته شپې او ورځې به يې دوام کولو او هلته به يې د سلګونو تنو د ودونو مراسم هم پر ځای کول، په وروستۍ ورځ به د جلال اباد ښار په واټونو ګرځيدل او ورځ به يې د ډول او سرني په وهلو سره تيروله چې په ننګرهار سربيره به ورته له کابل او يو شمير نورو ولايتونو څخه په زرګونو تنه نارینه او ښځینه سيکان راتلل او خپل مذهبي مراسم به يې پر ځای کول.
ویساک
ویساک
هغه مهال تر لسو زرو پورې سيکان په جلال اباد ښار کې ميشت وو خو اوس چې په کې شاو خوا پینځه سوه تنه ژوند کوي، د ویساک نمانځل درې ورځو پورې محدود شوي دي.
XS
SM
MD
LG