د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ایجنسۍ چارواکي وايي اکثره تښتول شوي کسان یې خوشې کړي


د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ شهاب علي شا وايي د وسله والو له منګولو څخه یې اکثره تښتول شوي کسان خوشې کړي دي او دا مهال یوازې اوه کسان د تښتونکو سره برمته پاتې دي. نوموړي مشال راډیو ته وویل دوی دا نشي ویلی چې د تښتول شویو کسانو شمیره به څومره وه ، خو دده په وینا شمیره یې کافي ډیره وه.

تر دې وړاندې د خیبر ایجنسۍ ځايي چارواکواو د سیمې خلکو مشال راډیو ته ویلي وو چې تیره ورځ د تیرا له حیدرکنډو سیمې نه ناڅرګنده وسله والو کسانو ، نږدې پنځوس تنه تښتولي دي.

د چارواکو په وینا تیره ورځ په سیمه کې د نشيي توکیو یوه میله لګیدلې وه چې ورکې ګڼ شمیر خلکو برخه اخیستې وه. په سیمه کې یوې وسله والې ډلې وار له مخې خلکو ته ګواښونه کړي وو چې په دا ډول میلو کې دې برخه نه اخلي.

خو یو شمیر ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې وسله والو کسانو نه یوازې پنځوس کسان له ځانه سره بولي، بلکه نشيي توکي یې هم وړي دي.

ددې پېښې پړه لا تر اوسه چا قبوله کړې نه ده. د خیبر ایجنسۍ په ځینو سیمو کې د منګل باغ په مشرۍ کې وسله واله ډله فعاله ده چې وخت ناوخته ځايي خلک تښتوي. حکومتي چارواکي وايي دوی د پاتې تښتول شویو کسانو د خوشې کولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG