د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايندري پيتخوف څوک دی؟


روس ، اوکراین او کرایمیا
روس ، اوکراین او کرایمیا

په روس کې يو ټيليويژن د يو بهرني کس سره چې د يوکراين د مظاهرو پر مهال سرښار کييف ته ورغلی وو او يو بل سرکاري ټيليويژن د روس پلوه وطن پرست سره مرکه کړي.

سرچینه: د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه

په روس کې يو ټيليويژن د يو بهرني کس سره چې د يوکراين د مظاهرو پر مهال سرښار کييف ته ورغلی وو او يو بل سرکاري ټيليويژن د روس پلوه وطن پرست سره مرکه کړي. د دوو بيلابيلو کسانو او شخصيتونو په حیث ښودل شوی دا سړی په حقيقت کې يو کس دی.

ايندري پيتخوف څوک دی؟ دا په دې پورې اړه لري چې تاسي د روس اين، ټي، وي ګورئ او که د روس يو (Russia 1)چينل مو لګولی.

په اين، ټي، وي کې ويل شوي چې دا څلويښت کلن کس د پنځه لکه يورو سره يوکراين ته تللی د جرمني يو اوسيدونکی دی.اوس د هغه پښه ماته ده او په هسپتال کې دی.

اين ټي وي زياته کړي چې په هسپتال سخته پيره ولاړه وه خو بيا هم دوی کاميابه شول چې هغه سره مرکه وکړي. په دې مرکه کې پيتخوف دعوه کوي چې هغه ډاکټر دی او څلور پاسپورټونه لري. نوموړی وايي چې د اپريل په اوم تاريخ د يوکراين د حکومت ضد يوې مظاهرې ته ورغلی. هلته يې يوه زخمي ښځه وليده چې لاس يې ټپي شوی وو. د پيتخوف په خبره د دغه ميرمن سره يې مرسته کوله چې څو سخت دريځه نشه ځوانانو په سوله ييزو مظاهره چيانو بريدونه وکړل.

هغه دې روسي ټيلي ويژن ته ويلي چې په پنځو منټو کې يې ژوند بدل شو او دې ښار کې يوازې ۲۴ ساعته تيرولو وروسته ماښام نيزدي وژل شوی وو.

د روس په سرکاري ټيليويژن (Russia 1) کې بيا پتخوف په همدغه هسپتال کې همدغسې زخمی ښودل شوی خو کيسه يې بدله ده. ټيليويژن د نوموړي په کټ پورې تړلی هغه نارنجي او تور نښان ښئ چې په يوکراين کې د روس پلوه مظاهرينو نښه ده.

په همدې موقع خبريال وايي څلويښت کلن پيتخوف به د پښې ماتيدو له وجې لږ تر لږه شپږ مياشتې ونه شي کړلی په خپله وګرځي. هغه وايي پيتخوف په اوم اپريل يوکراين ته ورغلی وو او په سرښار کييف کې يې د يوکراين د نوي حکومت په کارونه ناخوښي ښودلې وه.

پيتخوف په رپورټ کې راڅرګنديږي او وايي چې يو وسله وال سړي پر هغه حمله وکړه. نوموړي ويل چې دغه سړي ورته په سر ټوپک کيښود او غوښتل يې ووژني خو بيا څو جينکۍ راغلي، ټوپکوال يې په لتو وواهه او دی خلاص شو.
XS
SM
MD
LG