د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په دوو چاودنو کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي دي


افغان پولیس
افغان پولیس

د افغانستان د خوست په ښار کې د شنبې په ماسپښین شاوخوا یوه بجه دوې بمي چاودنې وشوې چې له کبله يې لږ تر لږه دوه تنه پولیس وژل شوي او پنځه نور پولیس ټپیان شوي دي.

خوست: د افغانستان د خوست په ښار کې د شنبې په ماسپښین شاوخوا یوه بجه دوې بمي چاودنې وشوې چې له کبله يې لږ تر لږه دوه تنه پولیس وژل شوي او پنځه نور پولیس ټپیان شوي دي.

لومړنۍ چاودنه د خوست ښار په لویدیز کې پروژې پل ته نږدې او دویمه چاودنه هم د خوست ښار د تڼیو اډې ته څېرمه شوې ده.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې په یادو دواړه پيښو کې دوه تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

مبارز محمد ځدراڼ وویل ً په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن د شنبې ورځې غرمه مهال په خوست ښار کې د دوو چاودنو په ترڅ کې زموږ د ملي پولیسو شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، په دې کې دوه تنه پولیس شهیدان شوي او څلور تنه يې ټپیان دي، چې د عاجلې درملنې په موخه د خوست ولایتي روغتون ته انتقال شوي ديً.

د خوست ولایت مشرتابه ټولو امنیتي ، کشفي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د پیښې په تړاو هر څومره چې ژر کیږي ، پلټنې وکړي او هغه څوک چې په دغو پېښو کې لاس لري ، هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.

د خوست د ولایتي روغتون مشر ډاکټر عبدالمجید منګل مشال راډیو ته وویل چې د اولې چاودنې څخه د وژل شویو پولیسو دوه جسدونه او یو تن ټپي پولیس وروړل شوي دي ، خو د دویمې چاودنې له ځایه څلور ټپي پولیسان وروړل شوي دي چې د یوه تن روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي هم د یوې خبرپاڼې د خپرولو له لارې په خوست ښار کې د یادو بمي بریدونو غندنه کړې او هغه يې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي ټلیفوني پیغام کې ویلي چې دا چاودنې دوی کړې دي. هغه ادعا کړې چې په دې چاودنو کې اوه سرتیرې وژل شوي دي. د خوست ملکي او پوځي چارواکي د وسله والو طالبانو دا ادعا ناسمه بولي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په خوست ښار کې دوو پرلپسي بمي چاودنو دوه پولیس وژلي ، څلور پولیس او څلور عام وګړي يې ټپیان کړي وو.
XS
SM
MD
LG