د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې پنځه وسله وال وژل شوي دي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د پاکستان استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې نامالومه وسله والو په شوال سيمه کې د نورو وسله والو پر يو موټر بمي بريد کړی دی چې په نتیجه کې یې په موټر کې سپاره پنځه واړه وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي.

بنو: په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د شنبې په شپه په یو بمي برید کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې نامالومه وسله والو په شوال سيمه کې د نورو وسله والو پر يو موټر بمي بريد کړی دی چې په نتیجه کې یې په موټر کې سپاره پنځه واړه وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي.

چارواکي زياتوي چې په تيرو څو ورځو کې د وسله والو ډلو ترمنځ په نښتو کې يو شمېر کسان وژل شوي دي.

ياده دې وي چې د پنجشنبې پر ورځ هم په شمالي وزیرستان کې پر وسله والو په دوو بېلا بېلو حملو کې نهه وسله وال وژل شوي وو.

د استخباراتي چارواکو په خبره په لومړۍ پېښه کې د ملا سنګین ډلې درې وسله وال وژل شوي وو.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG