د پاکستان استخباراتي چارواکو او ځايي خلکو د جمعې په شپه مشال راډیو ته وویل،چې نامالومه وسلوالو په شوال سيمه کې د نورو وسلوالو پر يو موټر بمي بريد وکړ چې په کې ناست پنځه واړه وسلوال ځای پر ځای وژل شو.
چارواکي زياتوي چې په تيرو څو ورځو کې د وسلوالو ډلو ترمنځ په نښتو کې يو شمېر کسان وژل شوي دي.
ياده دې وي چې د پنجشنبې پر ورځ هم په شمالي وزیرستان کې پر وسله والو په دوو بېلا بېلو حملو کې نهه وسله وال وژل شوي وو. د استخباراتي چارواکو په خبره په لومړۍ پېښه کې د ملا سنګین ډلې درې وسله وال وژل شوي وو.