د لاسرسي ځای

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزي ويلي دي چې په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو ضرورت نه شته.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزي ويلي دي چې په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو ضرورت نه شته.


د خيبر پښتونخوا د سوات په چارباغ سيمه کې د جمعې پر ورځ يوې سياسي جلسې ته په وينا کې محمود خان اڅکزي وويل چې په سوات کې د پوځي چاوڼۍ نه بلکې د صنعتي کارخانو جوړولو ضرورت دی.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان لپاره د يو شمېر قربانيو په بدل کې پښتنو ته څه نه دي ورکړل شوي.

محمود خان وويل چې ترهګرۍ ځپلي سوات لپاره له نورو هيوادونو څخه راغلې مالي مرستې د سوات پر بيا رغونې نه دي لګول شوي . ياده دې وي چې پاکستاني حکومت په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو اعلان کړی دی.
XS
SM
MD
LG