د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهاريانو د قبيلوي خپلوۍ پرته په رايو کې برخه واخسته


د افغانستان د تحليلګرانو شبکې په خپله وېبپاڼه کې ليکلي، تر ټاکنو څو ورځې وړاندې په کندهار کې اندېښنه او ناڅرګندتيا ليدل کېده ځکه چې د ۲۰۰۹م کال په ټاکنو کې د رايو اچونې د مرکزونو د پرانستو سره سم يو لړ درنې او سپکې چاودنې وشوې.

د افغانستان د تحليلګرانو شبکې په خپله وېبپاڼه کې ليکلي، تر ټاکنو څو ورځې وړاندې په کندهار کې اندېښنه او ناڅرګندتيا ليدل کېده ځکه چې د ۲۰۰۹م کال په ټاکنو کې د رايو اچونې د مرکزونو د پرانستو سره سم يو لړ درنې او سپکې چاودنې وشوې.


له همدې کبله خلک مجبوره شول چې تر څو آرامي شوې نه وي، رايې وانه چوي نو دا ډول د ورځې په پای کې د رايه اچونې کچه ډېره ټيټه وه. هغه وخت دوه نيم لکه کسانو رايې اچولي وې. دا ځل د انتخاباتو د کمېشن ولايتي رييس عبدالهادي داوري ويلي و چې د دوه لکه کسانو د رايه اچولو امکان دی خو دوی شپږ لکه پرچې تياري کړي دي.

خو تر ټاکنو دوې ورځې وروسته نوموړي وويل چې دا ځل درې نيم لکه کسانو رايې واچولې. په مقاله کې راغلي چې دا ځل په کندهار کې د ټاکنو لپاره ډېر سخت امنيتي ګامونه پورته کړل شوي وه او آن څو ورځې وړاندې لا ټول موټرونه تلاشي کېدل او هر چا ته اجازت نه وه چې د ښار مخصوه ساحو ته ولاړ شي. په همدې خاطر په دې ورځ په ټول ولايت کې يوازې درې کسان ووژل شول.

مقاله پرمخ ليکي، په کندهار کې قبيلوي نظام ډېر ټينګ دی خو دا ځل خلکو د قبيلوي خپلويو پرته کانديدانو ته رايې ورکړې. کندهار چې د دراني پښتنو يو مهم تاريخي مرکز بلل کيږي، دا ځل اشرف غني احمد زي چې درانی نه دی او عبدالله عبدالله چې تاجک دی، زياتې رايې تر لاسه کړې.

زياترو خلکو اشرف غني ته په دې خاطر رايې ورکړې چې هغه يو لوی تعليم يافته شخصيت دی او د افغانستان د اقتصاد لپاره ښه پلانونه لري. د عبدالله عبدالله پلويانو بيا نوموړي ته په دې خاطر رايې ورکړې چې د جهاد سابقه لري او د پاکستان خلاف دی.

خو بيا هم اشرف غني او عبدالله دواړو هڅه کول چې له کندهار سره د ويني خپله رشته څرګنده کړي. عبدالله به د کمپاين پر مهال ويل چې پلار يې د زابل توخی و او په کندهار کې اوسېدلی و. اشرف غني بيا په خپل کمپاين کې ويل چې مور يې په کندهار کې لويه شوې ده او کندهاريان يې ماماګان دي.

مقاله په پای کې ليکي، دا ځل د کندهار زياتره ولس د دې خبرو پروا ونکړه او روايتي قبيلوي خپلوي يې له پامه وغورځول او د خپلې خوښې کانديدانو ته يې رايې ورکړه.
XS
SM
MD
LG