د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتني کلتور کې د پګړۍ ارزښت


هرقام خپلې ځانګړتیاوې لري، خو پښتانه هغه خلک دي چې د خوی او عادت ترڅنګ نور ولسونه یې له ځانګړو جامو هم پیژني.

په دې خپرونه کې درته د پګړۍ یا پټکې په اړه مالومات درکوو.

هرقام خپلې ځانګړتیاوې لري، خو پښتانه هغه خلک دي چې د خوی او عادت ترڅنګ نور ولسونه یې له ځانګړو جامو هم پیژني.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د پښتنو نارینه په پګړۍ ویاړي. پګړۍ د پښتنو پر یوه سیمبول بدله شوې ده، چې هم له کلتوري اړخه مانا لري او هم له سیاسي پلوه.

د تاریخپوهانو په اند د پګړۍ تاریخ څرګنده نه دی چې دا چا او کله په سرکړې وه.

په ۱۷۴۷ م کال ملنګ صابر شاه کابلي د کندهار په شیرسرخ سیمه کې احمد شاه دراني ته پګړۍ وتړله او له دې سره هغه د ټولو پښتنو افغانانو واکمن شو. که یو څوک د قام مشر کېږي، نو هغه ته پټکی پر سرږدي. خو د پښتني دود له مخې هر کس ته پګړۍ نه تړل کېږي.

تاریخپوه او سیاستوال رحیم مندوخېل وایي، د افغانستان په اکثرو برخو کې اوس هم ځينې سړي پټکۍ په سروي او د جرګو او مرکو په وخت خو دا یو لازمي خبره ګڼي.

د افغانستان د ننګرهار پوهنتون استاز او لیکوال ببرک میاخیل بیا د پګړۍ د اهمیت په اړه وایي، پګړۍ د مشرۍ نښه ده.

خو بلخوا راج ولې شاه خټک وایې ، په افغانستان کې زیاتره خلک پټکې خو په سروي خو د پاکستان په پښتنو سیمو کې دا دود صرف تر مشرانو پاتې شوی، له وخت سره سره ځوانانو د پټکي پر سرول پرژښودي دي.

راج ولي شاه خټک زیاتوي پښتون تل د پګړۍ د اهمیت خیال ساتلی دی.
XS
SM
MD
LG