د لاسرسي ځای

امریکا او جرمني په اوکراین کې د لاسوهنې پر سر د روسې پرضد بندیزونو په اړه خبرې کړې


سپینه ماڼۍ وايي، امریکايي ولسمشر باراک اوباما او د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل په اوکراین کې د لاسوهنې په لړ کې د روسیې پر ضد د ممکنه نورو بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې تېره ورځ اوباما او مېرکل په ټیلي فوني خبرو کې پر مسکو غږ وکړ چې له اوکراینۍ پولې سره له نېږدې سیمې دې پوځیان وباسي.

بیان وايي، روسي پلوه بیلتون پالي ((چې په ظاهره د مسکو ملاتړ ورته تر لاسه دی)) اوکراین ((د پارونې او سبوتاژ له منظم کیمپېن)) سره بې ثباته کول غواړي.

بیان وايي، ((اوباما د امریکا، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو ملګرو پر چمتووالي ټینګار وکړ چې د [کړکېچ] پراختیا په صورت کې پر روسیې د اضافي بندیزونه له لګولو سره ځواب ووايي.))
XS
SM
MD
LG