د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د اسلامي ډلو تر منځ په نښته کې ۲۵ وسله وال وژل شوي



د شام جګړې د څار یوه ډله وايي، د هېواد په ختیځ کې د مخالفو اسلامپالو یاغي ډلو تر منځ په شدیده جګړه کې لږ تر لږه ۲۴ وسله وال وژل شوي دي.


د بشري حقونو لپاره د شام څار ډله وايي، نښته تېره ورځ د ابوالکمال په نوم په یوه وړوکي ښار کې وشوه. دا ښار په تېل لرونکي ولایت دیر الزور کې پروت دی، چې عراقۍ پولې ته نېږدې دی.

نښته له القاعده د بېلې شوې ډلې (د عراق او شام اسلامي دولت) او له القاعده سره د تړلې (النصره جبهې) تر منځ شوې ده. څار ډله وايي، د عراق او شام اسلامي دولت ډله سږکال مخکې له دې ښاره ایستل شوې وه.

اسلامپاله یاغي ډلو د شام په درې کلنۍ شخړه کې په پراخه ډول جوت او څرګند رول لوبولی دی. په هغه هېواد کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد اول سوله ییزې مظاهرې پیل شوې چې بیا په کورنۍ جګړه واوښتې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG