د لاسرسي ځای

"افغان انتخاباتو امریکا ته وښودله چې د خپل هېواد امنیت ساتلدی شي"


په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، د افغانستان انتخاباتو د امریکا حکومت ته ثابته کړه چې افغانان د خپل هېواد د چارو مسوولیت په غاړه اخیستای شي.

رونالډ نیومن بېګا له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، د اپرېل پینځمې انتخابات ښيي چې په افغانستان کې پرمختګ شوی دی.

تر دې مخکې د یو شمېر هېوادونو مشرانو او نړیوالو ادارو په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون او د انتخاباتو پر ورځ امنیت، د افغانستان لویه بریا بللې وه.
XS
SM
MD
LG