د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که پوخ له طالبانو سره پر خبرو اعتراض لري نو د جوړ جاړي بهیر برخه دې شي"



که پوځ له طالبانو سره په خبرو کې اعتراض لري نو په مستقیمه توګه د جوړجاړي بهیر برخه شي


په پاکستان کې د طالبانو د استازو کمېټۍ غړی پروفیسر ابراهیم وايي، که پوځ له طالبانو سره د خبرو په اړه اعتراض لري نو بیا دې په مستقیمه توګه د جوړجاړي بهیر برخه شي که نه نو د حکومت فیصلې دې عملي کړي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ، له مشال راډيو سره د مرکې پر وخت نوموړي وویل، پوځ پخپله پرېکړه کړې وه چې د جوړجاړي د عمل برخه به نه جوړېږي. ده زیاته کړه چې د حکومت او طالبانو تر منځ د باور سخت کمی دی او که اعتماد جوړ شي نو د خبرو عمل په پېښور او اسلام اباد کې هم پرمخ تللای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG