د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیو طالبانو خپلو کې سره وژلي


په شمالي وزیرستان کې پر وسله والو په دوو جلا جلا حملو کې نهه وسله وال وژل شوي او دوه ژوبل دي.

په شمالي وزیرستان کې پر وسله والو په دوو جلا جلا حملو کې نهه وسله وال وژل شوي او دوه ژوبل دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته وویل، نن سهار د وسله والو ګاډی له دته خېلو میرامشا ته روان وو چې د ریموټ کنټرول برید ښکار شو.

په دې پېښه کې د ملا سنګین ډلې درې وسله وال وژل شوي او دوه ژوبل دي.

چارواکي وايي، نن په شوال سیمه کې د وسله والو پر یوه بل ګاډي د راکټ په برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

استخباراتي چارواکي زیاتوي، تر اوسه نه ده مالومه چې په دویمه پېښه کې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې ول. د حملو پړه چا نه ده منلې.

د یادونې وړ ده چې د تحریک طالبان پاکستان شورا غړی او پخوانی ځایناستی مشر عصمت الله شاهین بېټڼی هم د وسله والو خپلمنځي ناندریو له کبله وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG