د لاسرسي ځای

په افغانستان او پاکستان کې خبریالانو ته ګواښونه او د هغوی پر کار اغېز


پراګ - د اپرېل پر څلورمه د افغانستان په خوست کې پر دوو بهرنیو خبریالانو په ډزو کې یوه جرمنۍ خبریاله ووژل شوه او د هغې کاناډایۍ ملګرې ژوبله شوه.

تر دې څو ورځې مخکې په کابل کې یو سویډنی خبریال نېلس هارنر ووژل شو.

له دې سره سره په کابل کې پر سرینا هوټل په برید کې د سردار احمد په نوم یو خبریال سره د ښځې او وړو بچیو ووژل شو.

د پاکستان په لاهور کې خبریال رضا رومي پر ګاډي د وسله والو په حمله کې د ده ډرېور ووژل شو. څو ورځې مخکې په پېښور کې د یوه بل خبریال جمېشد باغوان کور مخې ته بمونه ایښودل شوي ول.

د خبریالانو د ساتنې ټولنه (کمېټي ټو پروټیکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) وايي، افغانستان او پاکستان له هغو هېوادونو دي چې پکې بېلا بېلې وسله والې ډلې او حکومتي ادارې پر خبریالانو فشار اچوي او هغوی ته ګواښونه کوي.
په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا او له نورو وسله والو ډلو له خوا ډېر زیات فشارونه دي.

په کابل کې د وال سټریټ ژورنال خبریال حبیب خان توتاخېل وايي، په افغانستان کې وسله والې ډلې او کله کله ولایتي چارواکي او یا هم زورواکي پر خبریالانو فشار اچوي او هغوی ځوروي:

((په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا او له نورو وسله والو ډلو له خوا ډېر زیات فشارونه دي. دا فشارونه په ځینو لرو پرتو سیمو کې دي د خبریالانو لپاره، یانې، په ولایتونو کې. [دا فشارونه د دې] لامل کېږي چې ځینې وخت [خبریالان] ځینې واقعیتونه رپورټ نه کړای شي. ځینې وخت زورواکي او چارواکي هم پر خبریالانو فشارونه اچوي چې هغوی هغه رپورټونه ورنکړي چې دوی ته یې زیان رسېږي. ښه بېلګه یې، په دې وروستیو کې، په بلخ کې د یوه خبریال وهل ټکول دي.))

د پاکستان د انګرېزي ژبې ډېلې ټایمز لیکوال قهار زلمی له هغو خبریالانو دی چې د ژوند خطر له کبله یې هېواد پرېښود.

له ما سره خو د قلم طاقت دی، زه به قلم استعمالوم او هغه چې په هر ځای کې وي زه به یې استعمالوم
قهار زلمي د امنیتي ګواښونو له کبله د هغه ځای نوم په ډاګه کول نه غواړي چې پکې دی وسمهال اوسي، خو مشال راډيو ته یې وویل، ده وطن ځکه پرېښود چې هم د وسله والو ډلو او هم د پاکستان امنیتي ادارو له خوا له ګواښ سره مخامخ وو.

((ما چې کوم قسم رپورټېنګ کاوه، یا ما چې کوم قسم لیکل کول، هغه د دواړو قوتونو پر ضد ول. هغه د دهشت ګردو پر ضد هم ول او هغه له بدقسمتۍ د پاکستان ریاستي ادارو چې پکې پوځ او انټيلي جنس (استخبارات) شامل دي، پر ضد هم وو. زه د دې دواړو [په هدف] وم او دوی دواړو نه غوښتل چې زه خپل کار جاري وساتم. نو په یو وطن کې چې یو کس ته د اظهار رای ازادي نه وي، یا د کار کولو ازادي نه وي چې هغه خپل کار وکړي، یا د هغه کار پر کولو قدغونونه ولګي، نو په هغه ملک کې اوسېدل بیا ډېر زیات ګران شي.))
رپورټ دلته د غږ په ځای کې هم اورېدای شئ.

قهار زلمی وايي، کومې ادارې ته چې دی کار کوي، هغې تر یو کاله د ده رپورټونه نه خپرول او چې خپله یې د یوې انټرنیټي خبرپاڼې خپرول پیل کړل نو تر درو ګڼو خپرولو وروسته یې ونشو کولای چې نور هغه خبرپاڼه چاپ کړي:

((کومې ادارې ته چې زه اوس لیکل کوم، تر یو کال هغې ادارې زما لیکونه بند کړي ول. مجبوراً به بیا ما خپلې لیکنې [د اسیا یا اېشیا بشري حقونو کمېشن] ته لېږدولې، او له هغې علاوه ما له یوه ملګري سره یوه [انټرنیټي خبري پاڼه] هم پیل کړې وه چې (چغه) نومېده، خو چې کله درې [ګڼې] ما شایع کړې، نو پر ما او زما پر هغه ملګري دباو دومره زیات شو چې مو له مجبورۍ بنده کړه. له ما سره خو د قلم طاقت دی، زه به قلم استعمالوم او هغه چې په هر ځای کې وي زه به یې استعمالوم، خو چې په کوم ځای کې زما ژوند ته خطر نه وي، او کوم ځای چې ماته ازادي وي چې زه لیکل وکړم.))

قهار زلمی او په کابل کې حبیب خان توتاخېل دواړه وايي چې د فشار له کبله پر رپورټونو او خبرونو خپرولو ډېر اثر وي.
ما چې کوم قسم رپورټېنګ کاوه، یا ما چې کوم قسم لیکل کول، هغه د دواړو قوتونو پر ضد ول. هغه د دهشت ګردو پر ضد هم ول او هغه له بدقسمتۍ د پاکستان ریاستي ادارو چې پکې پوځ او انټيلي جنس (استخبارات) شامل دي، پر ضد هم وو.


خو توتاخېل دا هم وايي چې په افغانستان کې د سیمې پرتله د بیان ازادي زیاته ده:

((تر یو حده پورې د افغان خبریالانو د کار پر وړاندې یو څه خنډونه رامنځ ته کېږي او کله کله داسې کېږي چې دا ګواښونه د واقعیتونو په رابرسېره کولو کې او خپرولو کې خنډ کېږي او د [هغو خبرونو] مخنیوی کېږي. خو په ټوله کې، د رسنیو ازادي په افغانستان کې، د سیمې پرتله، د سیمې هېوادونو پرتله ډېره ښه ده.))

د بشري حقونو نړیوال قوانین مالوماتو ته د خلکو لاسرسی او د بیان ازادي د خبریالانو په ګډون د ټول ولس حق بولي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مرستیال مشر کامران عارف وايي، په پاکستان کې ټولنه د بیان ازادۍ له حقه خبره ده، خو د دولت یا ریاست فشار یا ځپنه ډېره زیاته ده:

((لکه د مالوماتو لاسرسي ازادي یا د بیان ازادي، کېدای شي د دې په باره کې لږ ډېر د [پوهاوي] کمی وي، خو زموږ [ټولنه] له دې تر کافي حده خبره ده. خو که هغوی یوه خبره نه کوي، یا یو طرف ته نه ځي نو د هغې به څه وجه وي. او د هغې اکثر، یو وجه دا ده چې زموږ طرف ته د [دولت یا ریاست ځپنه او فشار] ډېر دی. او اکثر د خلکو دا خیال دی چې که موږ څه کوشش وکړو هم، نو له دې څه جوړېږي نه.))

د خبریالانو د ساتنې ټولنه (کمېټي ټو پروټیکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) څو ورځې مخکې په خپلې یوې خبر پاڼې کې وویل، د دوی استازو د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره لیدلي دي او هغه ورته باور ورکړی دی چې خبریالانو ته د ګواښونو مخنیوي لپاره به اقدامات وکړي.

سي پي جې زیاتوي چې نواز شریف ورسره ژمنه کړې ده چې نه یوازې به د خبریالانو سپارښتنو ته جدي پاملرنه کوي بلکې دا وړاندیز یې هم وکړ چې د حکومتي استازو او خبریالانو یو ګډ کمېشن دې جوړ کړل شي چې په پاکستان کې خبریالانو ته د ولاړو ګواښونو مسله هواره کړل شي.
XS
SM
MD
LG