د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي اتحاديه له واشنګټن، ماسکو او کيف سره د اوکراين پر سر خبرې کوي


د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې کېترین آشټن ويلي، راتلونکې اونۍ به د امریکا، روس، او اوکراین له لوړ رتبه چارواکو سره د اوکراین د شخړې په هکله خبرې وکړي

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې کېترین آشټن ويلي، راتلونکې اونۍ به د امریکا، روس، او اوکراین له لوړ رتبه چارواکو سره د اوکراین د شخړې په هکله خبرې وکړي


. نوموړي په خپل بيان کې زياته کړې ويلي چې په دغه خبرو کې به د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري، د روس د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف، ، او د اوکراین د بهرنیو چارو عبوري وزير اېندري دېسخيڅيا ګډون وکړي. تر اوسه پورې دا نه ده روښانه چې د اوکراین په اړه دا مهمه غونډه به په کوم اروپايي هیواد کې جوړیږي.

د اروپايي اتحاديې لخوا د غونډې پخلی تر هغه وروسته شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روسي اجنټان او ځانګړي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د ناکراري په پارولو تورن کړل.جان کېري د سې شنبې په ورځ امريکايي سېنېټ ته پخپله وينا کې وويل، ماسکو ښايي د اوکراین په ختیځ کې هغه شان پوځي مداخله وکړي، چې څه ډول يې په کرایمیا کې وکړه

. نوموړي زياته کړه که چيري روس د اوکراين د خپلواکۍ سرغړونه وکړي نو امريکا او اروپايي ايتلافيان په دې رضا شوي چې د روس پر توانايي، بېنکونو، او د کانونو پر ډلو به نور سخت بنديزونه ولګوي.

((امريکا او زموږ ملګري به په ډاډه زړه د روس د ۱۹مې پېړۍ د رويې په ضد د ۲۱ مې پېړۍ اقدامات په کار راولي تر څو د دوی احتساب وکړي.))

بلخوا د ناټو سېکرټري جنرل اندرس فوګ راسموسین د سې شنبې په ورځ روس ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کي هر ډول یرغل به یوه تاریخي غلطي وي. نوموړي غوښتي چې ماسکو باید د اوکراین د پولو په اوږدو کې ځای پرځای کړي عسکر وباسي. نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې اوکرایني چارواکي د هغو روس پلوه احتجاج کوونکو پر ضد عمل کوي چې په ختیځو ښارونو کې یې حکومتي ودانۍ نيولي دي.


اوکرايني چارواکو ويلي، په خارکيف کې يې له روس پلوه احتجاج کوونکو څخه د انتظامي ودانيو کنټرول بېرته تر لاسه کړی او په دې تړاو يې شاوخوا ۷۰ تنه بیلتون غوښتونکي نيولي دي خو په دوو نورو ختيځو ښارونو دونیڅک او لوهانسک کې دا تر دمه حالات د حکومت په کنټرول کې نه دي.

په دونيڅک کې احتجاج کوونکو د سیمه ایز حکومت له ودانۍ څخه « د خلکو جمهوریت» په نامه د یوه خپلواکه حکومت اعلان کړی او د ودانۍ چاپیر یي بندۍ اچولي دي. بلخوا د اوکراین د حکومتي امنیتي خدمتونو ادارې د چارشنبې په ورځ وویل، په لوهانسک ښار کي د دې ادارې د مرکزي دفتر له ودانۍ څخه ۵۱ کسان وتلي دي.

روس، اوکراین ته خبرداری ورکړی چې د هیواد په ختیځ کي چې روس پلوه احتجاج کوونکو په یو شمیر ښارونو کي حکومتي ودانۍ نيولي دي، د هغوی په ضد د هر ډول طاقت استعمال ممکن دا هیواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کي وویل چې دوی د هرډول پوځې تیاریو د سمدستې بندیدو غوښتنه کوي او دا کار د کورنۍ جګړې د پیل خطر رامنځ ته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG