د لاسرسي ځای

زلمی رسول: داسې ښکاري چې انتخابات به دویم پړاو ته داخل شي.


د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولاړ کاندید د زلمي رسول له دفتره جاري شوې یوه اعلامیه وایي، داسې بریښي چې ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولاړ کاندید د زلمي رسول له دفتره جاري شوې یوه اعلامیه وایي، داسې بریښي چې ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي.


د افغانستان د ټاکنیز قانون تر مخه، که یو کاندید هم ۵۱٪ رایې و نه ګټي نو د دویم پړاو انتخابات به د هغو دوو نوماندانو تر منځ وشي چې تر ټولو زیاتې رایې یې ګټلې وي.

د ولسمشرۍ دوو نوماندانو اشرف غني او عبدالله عبدالله وال سټریټ ژورنال ته ویلي دي، هیله من دي چې ټاکنې به په لومړۍ مرحله کې وګټي.

د زلمي رسول انتخاباتي دفتر دا تور هم پورې کړی دی چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.
XS
SM
MD
LG