د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ شپږو هېوادونو د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې


د ایران او نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه نن پر دویمه ورځ په ویانا کې د تهران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي چې وروستي تړون ته ورسېږي.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هیله ښودلې ده چې په ویانا کې کافي پرمختګ کېدای شي چې د مې میاشتې تر نیمايي پورې د وروستي تړون په اړه خبرې پیل کړل شي.

د لومړۍ ورځې خبرو په اړه لږ تفصیلات ورکړل شوي دي. چارواکي وايي، د خبرو په دوو پړاوونو کې تر اوسه پر هغو موضوعاتو خبرې شوې دي چې په اوږدمهاله تړون کې به شاملې کړل شي.

ایران او د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه یانې امریکا، روسیه، فرانسه، چین، برتانیا او جرمني، په نومبر کې لنډ مهالي تړون ته رسېدلي ول.

د تړون تر مخه ایران سلا شوی وو چې د ځینو بندیزونو نرمېدو په بدل کې به خپل اټومي پروګرام محدود کړي. دا شپږ میاشتینی تړون د جنورۍ له ۲۰مې نېټې عملي شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG