د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د اورګاډي چاودنه کې وژل شوي ۱۷ تنو ته ورسېدل


سیوۍ سیمه کې په جعفر اېکسپرېس اورګاډي کې له چاودنې پس اوروژونکي اور وژني.
سیوۍ سیمه کې په جعفر اېکسپرېس اورګاډي کې له چاودنې پس اوروژونکي اور وژني.

د بلوچستان په سبي يا سوۍ سیمه کې د سېشنبې په ماسپښين په جعفر ایکسپریس اورګاډي کې د وژل شويو شمېر اوولسو تنو ته رسېدلی، او تر څلوېښت زیات ټپيان دي. په وژل شويو مساپرانو کې د دوولسو مړيو پېژندګلوي لاهم نه ده شوې.

د بلوچستان په سبي يا سوۍ سیمه کې د سېشنبې په ماسپښين په جعفر ایکسپریس اورګاډي کې د وژل شويو شمېر اوولسو تنو ته رسېدلی، او تر څلوېښت زیات ټپيان دي. په وژل شويو مساپرانو کې د دوولسو مړيو پېژندګلوي لاهم نه ده شوې.


د برید مسوولیت يونايټيډ بلوچ ارمي ډلې قبول کړی دی. بل خوا د پاکستان ولسمشر ممنون حسین چې د کوټې په دوره دی، يو وار بیا له وسله والو بلوڅانو سره پر خبرو زور ورکړی او وايي، پوځي عملیات به يې وروستۍ هڅه وي.

دچاودنې وژل شوي او ټپیان ټول د کوټې روغتونو ته رسول شوي دي، چې د صوبې د کورنيو چارو د سیکرټري اسد ګیلاني په خبره د وژل شويو شمېر اوولس تنه دی او په ټپيانو کې هم د يو شمېر هغه و حالت د اندېښنې وړ دی.

په جعفر ایکسپریس اورګاډي کې په دغې چاودنه کې د سورېش کومار په نامه د يوه هندو تن د کورنۍ اووه کسان وژل شوي. راج کومار چې د سورېش کومار تربور دی، د کوټې په سنډېمن روغتون کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د سورېش د کورنۍ لس غړي له نوشکي څخه سندهـ صوبې ته د ياترا لپاره روان ول، چې په دغې چاودنه کې يې د کورنۍ اوه غړي وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

؛په دې چاودنه کې د سورېش په شمول د هغه دوه زامن، دوې لوڼه، د ده يوه خښينه او خسر وژل شوي دي. او دغسې د دوی د کورنۍ غړي چې د ياترا لپاره روان ول، په لسو کې يې اووه تنه وژل شوي دي؛.

د سورېش کومار د کورنۍ له غړيو سره سره د کوټې سنډېمن روغتون دوولس داسې سوځل شوي مړي راوړل شوي، چې د ډاکترانو په خبره له پېژندګلو وتلي دي، او ډي اين اې ټیسټ به يې کېږي.

د امدادي ډلې ايدهي يوه کارکوونکي بابول چې خپله يې له سیوۍ په ايمبولانسونو کې دا مړي او ټپيان راوړي، وايي، ډېری مړي او ټپیان د دوی په ايمبولانسونو او ځيني بیا په هیلي کوپټر کې د کوټې روغتونو ته راوړل شوو. بابول وویل

؛ موږ هلته د سيوۍ له روغتونه دوولس مړي راواخیستل او دوه دوه مو د سيوۍ له سي ايم ايچ څخه راوړل او يوڅلوېښت ټپيان مو دلته سنډيمن او سي ايم ايچ روغتونو ته راورسول؛.

د سېشنبې د ورځې د دغې چاودنې مسوولیت رسنيو ته د يونايټيډ بلوچ ارمي نومې وسله والې ډلې قبول کړی دی، او دا يې د دوشنبې پر ورځ د قلات په غرونو کې د دوی پر کېمپونو د پاکستاني امنيتي سرتېرو د عملیاتو غچ بللی.

بل خوا د پاکستان ولسمشر ممنون حسین چې د سېشنبې پز ورځ په دوه ورځنۍ سرکاري دوره کوټې ته تللی، يو واري بیا ویلي، چې دوی له ناراضه بلوڅو سره خبرې کول غواړي، او ټوله ستونځې د خبرو له لارې هوارول غواړي.

د ویلو وړ ده چې د سېشنبې په ماسپښين د سیوۍ په رېلوې سټيشن کې په جعفر ایکسپریس اورګاډي کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې له کوټې روالپينډۍ ته روان وو. تر دغې چاودنې يوه ورځ وړاندې بیا د پاکستان امنيتي سرتېرو ادعا کړې، چې دوی د قلات په غرونو کې د پلټنې په عملیاتو کې لږ تر لږه دېرش بلوڅ بېلتونپالي وسله وال وژلي دي. چې د جعفر ایکسپریس اورګاډي همدا چاودنه د هغو عملياتو په عکس الامل کې شوې.
XS
SM
MD
LG