د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په اورګاډي کې چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ۳۰ ژوبل کړي دي.


د پاکستان د رېلوې وزير خواجه سعد رفيق رسنيو ته ويلي چې په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې ژوبل دي.

د بلوچستان په سيوۍ سیمه کې نن (سېشنبه) په يو اورګاډي کې چاودنه شوې چې له کبله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان د رېلوې وزير خواجه سعد رفيق رسنيو ته ويلي چې په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې ژوبل دي. له سیمې امنيتي چارواکي وايي، مړي او ټپيان د سيوۍ سرکاري روغتون ته رسول کيږي.


بلخوا له سيمې څخه عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې د ژوبل شوو کسانو شمېر د ۴۰ شاوخوا دی او د مړو شمېره هم زياتېدای شي.

صوبايي چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې چاودنه د جعفر ایکسپرس نومې اورګاډي په دريمه بوګۍ کې هغه وخت وشوه کله چې دا اورګاډی د سيوۍ تمځای ته ورسېدی. ياد اورګاډی له کوټې څخه راولپنډۍ ته په لار و.

بلخوا د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ادعا کوي چې د قلات ضلعې په پاروت سيمه کې يې د عملياتو پر مهال ديرش وسله وال وژلي دي. ميرسرفراز بګټي پرون په کوټه کې خبريالانو ته وويل په پرونيو عملياتو کې وژل شوي ټول بلوچ بيلتون غوښتونکي وسله وال دي او دوی په دغه ځای کې له خپلو کېمپونو څخه پر اورګاډو او امنيتي ځواکونو بريدونه کول.

بلخوا د بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لبريشن آرمي وياند ميرک بلوچ رسنیو ته ويلي وژل شوي کسان د دوي ملګري نه بلکې عام کسان دي. نوموړي ادعا کړې چې په دغه جګړه کې یې د پاکستاني پوځ يو هيلي کاپټر راغورځولی او پکې ناست ټول کسان يې وژلي خو دپاکستان حکومت بيا وايي چې دغه هیلي کاپټر بیړنۍ ناسته کړې او مرګ ژوبله پکې نه ده اوښتې.
XS
SM
MD
LG