د لاسرسي ځای

قامي اسمبلۍ د تحفظ پاکستان آرډيننس په نامه قانون منظور کړ


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تحفظِ پاکستان آرډيننس په نامه قانون په اکثریت سره منظور کړل شو.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تحفظِ پاکستان آرډيننس په نامه قانون په اکثریت سره منظور کړل شو.

په اسمبلۍ کې پرون (دوشنبه) د دې قانون د وړاندې کیدو پر وخت د جمعيت علما اسلام (فضل الرحمان ډلې) او اپوزیشن ګوندونو غړي د احتجاج په توګه له ایوان څخه بهر ووتل او تور یې ولګوی چې دا قانون د بنیادي انساني حقونو خلاف دی.

د دوی وينا وه چې د امنيتي ځواکونو لخوا تر نوي ورځو پورې د خلکو بې له عدالت ته د وړاندې کېدو ساتل او د ليدو سره سم د مشکوکه خلکو وژل غېر قانوني کارونه دي.

اپوزيشن ګوندونو دا هم ويلي چې په سېنېټ کې به دا قانون منظورېدو ته نه پرېږدي.


بلخوا د حکومت لخوا ویل شوي چې په موجوده ناامنه حالاتو کې دا قانون ډیر ضروري دی او د دې قانون د جوړولو په بېلا بیلو پړاوونو کې اپوزیشن ګوندونه په اعتماد کې اخیستل شوي دي.
XS
SM
MD
LG