د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي وياند حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيو ته وويل، د سیشنبې په شپه پوليسو او افغان ځانګړو ځواکونو د خوګيانو ولسوالۍ د ترمې خوړ په سيمه کې عمليات تر سره کړي چې په نتیجه کې يې دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

مشرقيوال زیاتوي چې په دغه عملياتو کې پوليسو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د خوګياڼو ولسوالۍ ډيرې سيمې يې له وسله والو طالبانو پاکې کړي او لا هم عمليات دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG