د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: افغان ولس ته په کامیابو ټاکنو مبارکي وايم


وزیر اعظم نواز شریف
وزیر اعظم نواز شریف

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف افغان اولس ته د بریالیو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو مبارکي ویلي ده او دا يي سیمه کې د امنیت پر ځای کولو پر لور یو مهم ګام وباله.


د اتوار پر ورځ رسنیو ته په خپاور شوي یو بیا ن کې وزیراعظم ویلي دي، پاکستان به نه یوازې د جمهوري ادارو د لا نور پیاوړي کولو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي بلکې په سیمه کې د امنیت پر ځای کولو لپاره به له نوي افغان حکومت سره په شریکه کار کوي.

نوازشریف دا انتخابات د افغانستان په جمهوري سفر کې یو مهمه لمحه بللې ده او تمه یې وښودله چې لکه د انتخاباتو واک به هم په یوه پرامنه طریقه نوي منتخب شوي حکومت ته منتقل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG