د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډير زر د افغانستان د ټاکنو يوه برخه نتيجې اعلانيږي


نور محمد نور
نور محمد نور

د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند نور محمد نور وايي په ټولو ولايتونو کې د څارونکو په شتون کې د رايو پاڼې شمېرل شوي دي او ډير زر به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو يوه برخه نتيجې اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتوخپلواک کمیسون وايي چې ډير زر به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو يوه برخه نتيجې اعلان کړي.

د دې کميسون وياند نور محمد نور وايي په ټولو ولايتونو کې د څارونکو په شتون کې د رايو پاڼې شمېرل شوي دي.

نور د مشال ريډيو افغان څانګې ته وويل: ((د څارونکو په موجوديت کې په محلاتو کې د رایو شمېرل ترسره شوي او په ټول افغانستان کې مو دا لړۍ پای ته رسولې ده. سرله سبا له سیمه ییزو دفترونو د نتیجو پاڼې مرکزي دفتر ته راځي. يوه برخه نتيجې به به له بیلا بیلو ولایتونو څخه د فیصدیو پراساس د رسنیو له لارې خلکوته اعلان کړو.))
کندهار کې رايې شميرل کيږي
کندهار کې رايې شميرل کيږي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ويلي چې د اپريل د پنځمې په ولسمشرۍ او ولايتي شورا په ټاکنو کې خوا او شا اوه ميلينه خلکو برخه اخيستي وه. د چارواکو په وينا د انتخاباتو لومړنۍ پوره نتيجې به د اپريل په څلورويشتمه او آخري نتيجې به د مئ په ۱۴ تاريخ اعلان شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو، ناټو، امريکا، کينيډا، هندوستان او پاکستان په شمول ځينو نورو ملکونو افغانانو ته مبارکي ورکړي چې په ښه او سوله ييزه توګه يې انتخابات ترسره او د خپلې خوښې کانديدانو ته رايې واچولې.
XS
SM
MD
LG