د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ځینې پاکستانیان باید د افغانستان د خپلواکۍ په اړه پر خپل نظر له سره فکر وکړي'


د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن
د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن
سرچینه : ډان ورځپاڼه
لیکوال: خادم حسېن


د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن د مقالې په پیل کې لیکي ، هغه هیوادونه د ودې ، پرمختګ ، امن او خوشالۍ زیاتې موقعې لري کوم چې له خپلو ګاونډیو سره په امن کې ژوند کوي.

لیکوال ، د دې مثال د اروپايي ټولنې ورکړی او لیکي چې هلته نه یوازې په هیوادونو کې د دې برداشت رامنځ ته شوی دی چې د ګټو پر ټکر خبرې اترې سره وکړي بلکې هلته د سیاسي ، اقتصادي او ستراتیژیکې همکارۍ ته هم نوې لارې پرانستل شوې دي.

خادم حسېن د اروپايي ټولنې د هیوادونو ترمنځ د جوړې فضا په تناظر کې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته کتنه کړېده او لیکي چې داسې لو څه خاص ځایونه دي چېرې چې د افغانستان او پاکستان ګټې د یو بل په ټکر کې دي.

د لیکوال په لیکنه ، په لسګونه داسې لارې شته چېري چې دواړه هیوادونه د خپلو ولسونو د ګټو لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

د ده په خبره ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه ټکي د اندېښنې دي چې یو په کې د ډیورنډ کرښه ده او بله دا وېره ده چې د دې کرښې دواړو غاړو ته اباد پښتانه به پاڅون وکړي.

لیکوال لیکي ، په پاکستان کې یوغیر حقیقي خبره هلته د دې فکر کېده دي چې شمالي ټلواله د هغو کړیو استازیتوب کوي کوم چې د پاکستان مخالف او د هند پلوي دي او طالبان بیا د پاکستان پلوي او د هند مخالف ګڼل کېږي.

د طالبانو په اړه په پاکستان کې دا فکر هم کېږي چې هغوی په افغانستان کې د پښتنو او د هغوی د قام پرستو احساساتو نمایندګي کوي کومه چې د خادم حسېن په وینا ، بلکل روښتیا خبره نه ده.

دی لیکي ، شمالي ټلواله په ۱۹۹۶م کال کې د دې لپاره جوړه شوه چې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد جګړه وکړي او په دې اتحاد کې د ننګرهار د مشهور قبایلي مشر حاجي عبدالقدیر په شکل کې د پښتنو استازیتوب هم وو.

خادم حسېن لیکي ، اوس هم طالبان نه یوازې د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي په کوم کې چې زیاتره پښتانه دي بلکې هغوی د هیواد په جنوب او ختیځ کې هم په اقلیت کې دي.

لیکوال لیکي ، موږ کره وړاندوینه کولای شو چې که چېري په نژدې راتلونکي کې په افغانستان کې کورنۍ جګړي وي هم نو به د طالبانو او په جنوب ختیځ کې د پښتنو د قبایلي اتحاد او راتلونکي افغان حکومت ترمنځ وي.

د مقالې لیکوال زیاتوي چې موږ دا وړاندوینه د دې حقیقت پر اساس کولای شو چې د ولسمشرۍ په درو قوي نوماندانو کې دوه ، یانې ډاکټر اشرف غني او زلمی رسول پښتانه دي او تعلق یې د افغانستان له جنوبي سیمو سره دی.

خادم حسېن لیکي ، په پاکستان کې دویمه غیرحقیقي خبره دا ده چې هلته د مهمو مطبوعاتو یوه برخه د افغانستان انتخاباتو ته دا رنګ ورکوي چې ګواکې هغه ګډوډ دي او د طالبانو د قوت له کبله د اعتبار وړ نه دي.

لیکوال لیکي ، په دې لړ کې دوه حقیقتونه له پامه غورځول شوي دي. یو دا دی چې افغانانو نه یوازې په پراخه کچه رایې واچولې بلکې تر انتخاباتو وړاندې یې هم د هیواد په ښاري او کلیوالو سیمو کې په لوی شمېر ګډون کړی وو.

دویم حقیقت دا دی چې که د افغانستان حالات له هغو حالاتو سره پرتله شي کوم چې په پاکستان کې د ۲۰۱۳م کال د انتخاباتو پر وخت موجود وو نو دا به مالومه شي چې په پاکستان کې تر انتخاباتو وړاندې او وروسته ۲۹۸ کسان وژل شوي وو او ۸۸۵ ټپي شوي وو.

خادم حسېن لیکي ، که بل پلو وګورو نو په افغانستان کې نه یوازې بریدونه د پاکستان په پرتله ډېر کم شوي دي بلکې ولس هم د پاکستان په پرتله په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون کړی دی.

لیکوال د مقالې په پای کې لیکي ، د پاکستان پوهانو ، رسنیو ، سیاستوالو او امنیتي چارواکو ته په کار ده چې پر هغه نظر له سره فکر وکړي کوم چې دوی د افغانستان د خپلواکۍ په اړه لري.
XS
SM
MD
LG