د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د انتخاباتو د شکاياتو کميسيون: ۱۶۲ شکايتونه څيړو.


کندهار کې د رايو شميرنه روانه ده.
کندهار کې د رايو شميرنه روانه ده.

دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ځينو مرکزونو کې د رايو د پاڼو د زر ختميدو په اړه انديښنه ښودلي وه. غني په دې اړه د جدي څيړنو غوښتنه کړې.

د افغانستان د انتخاباتو د شکاياتو کميسيون چې ۱۲۶۹ شکايتونه وررسيدلي دي خو يوازې ۱۶۲ يې د څيړنې وړ دي ځکه چې دا په شواهدو ولاړ دي. د دې کميسون وايي وياند نادر محسني نن کابل کې خبريالانو ته له دغو شکايتونو څخه د ځينو په اړه وويل:

((په دې کې ځينې شکايتونه دا دي چې په ټول هيواد کې د رايې اچونې د مرکزونو کموالی، د رايې اچولو د پاڼو له ټاکلي وخت مخکې ختمېدل، په مرکزونو د ځينې ناظرينو يا څارونکو له خوا د يو ځانګړي نوماند په ګټه د رايه اچونکو هڅول، د ځينې کسانو له خوا د رايو مرکزونو ته د خلکو نه پريښودل او د يو شمير غير مسولو کسانو له خوا د رايو د صندوقونو ډکول شامل دي.))

تر دې وړاندې د انتخاباتي شکايتونو د کميسون مشر عبدالستار سعادت ويلي وو چې له وخت مخکې په ځينو مرکزونو کې د رايو د پاڼو کميدل دا انديښنه راپارولي چې کيداي شي د رايو صندوقونه مخکې له مخکې ډک شوي وو. دوی وايي د ټولو شکايتونو په اړه به ژورې څيړنې کوي.
ډاکتر اشرف غني احمدزی
ډاکتر اشرف غني احمدزی
د افغانستان د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره سيالي کوونکو اتوو کې دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ځينو مرکزونو کې د رايو د پاڼو د زر ختميدو په اړه انديښنه ښودلي وه. غني په دې اړه د جدي څيړنو غوښتنه کړې.

د چارواکو په وينا د اپريل د پنځمې په ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو انتخاباتو کې خوا او شا اوه ميلينه خلکو رايې ورکړي چې نيزدي ۳۵ فيصده يې ښځې دي.

بلخوا ته د افغانستان ولسمشرۍ لپاره يو کانديد ډاکټر زلمي رسول په ټاکنو کې د خلکو پراخه برخه اخيستل وستايل او په يو خبري کنفرنس کې يې وويل که اکثريت خلکو ته د ټولټاکنو نتيجې د قناعت وړ وي نو نو دی به يې ومني.

هغه نن کابل کې په يو خبري کنفرنس کې وويل: ((که چېرې زموږ انتخابات یو مشروع انتخابات وي او په هغه کې د افغانستان د خلکو اکثریت رایو ته د احترام په سترګه کتل شوي وي، په دې کې شک نشته چې موږ به ورته احترام وکړو او خلک به دې ته تشویق نه کړو چې ما انتخابات نه دي ګټلي نو تاسې ستونزې جوړې کړﺉ ځکه دا د افغانستان د ملي ګټو په خیر نه ده. خو دومره وایم چې باید د انتخاباتو کمېسیون تر آخره کوښښ وکړي چې په دې انتخاباتو کې د افغانستان د خلکو مشروع رای حساب کړي.))
زلمی رسول
زلمی رسول


​د ډاکتر زلمي رسول په اړه ځينو کانديدانو ويلي وو چې د حکومت د خوښې کانديد دی. د کمپاين پر مهال د هغه ټيم له دې امله د انتخاباتو د خپلواک کميسون له خوا جريمه شو چې له حکومتي امکانانو او سهولتونه يې ګټه پورته کړي وه خو نن رسول رد کړه چې هغه سره د ولسمشر حامد کرزي د حکومت څه ملاتړ شامل دی.
XS
SM
MD
LG