د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر ایجنسۍ کې ضمني ټاکنې پر ۱۲م اپرېل کېږي


د پاکستان ا ليکشن کميشن د خيبرايجنسۍ پر اين اې ٤٦ د ضمني انتخاباتو اعلان کړی دی

د اليکشن کميشن د مطبوعاتو يوه چارواکي نن مشال راډیو ته وويل چې پرون ماښام کميشن اعلان وکړ چې د راتلونکې مۍ مياشتې پر ١٢ مه به هلته انتخابات ترسره کيږي .

د ده په خبره په دې لړ کې به د نامزدګۍ کاغذونه پر لسم او يوولسم اپريل جمع کېږي.

هغه وویل چې له کره کتنې وروسته به پر ۲۵ اپريل د اميداوارانو حتمي فهرست خپور شي.

د خيبر ايجنسۍ د اين اې ۴۶ چوکۍ د ناصرخان اپريدي تر نااهل ګرځول کېدو وروسته خالي شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG