د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني او عبدالله عبدالله رایې واچولې


په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ترڅ کې د رايو اچول روان دي.
د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په جمهوري ډول افغانان له یوه منتخب حکومته بل ته د واک د انتقال لپاره رایي ورکوي.

په کابل کې د خپلې رايې تر اچولو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني وويل ً افغانانو په رايو اچولو سره د هيواد دښمنانو ته واضحه پغام ورکړ چې نه خو دړکې او نه هم خطرونه زموږ د ارادو مخه نيولای شيً.

بلخوا د اولسمشرۍ يو بل کانديد عبدالله عبدالله هم په کابل کې د رایې له اچولو وروسته خبريالانو ته وويل چې ً زه هيله لرم چې افغانان د امن په فضا کې د خپلې خوښې د کانديدانو د منتخبولو لپاره وټونه واچوي، کېدای شي ننۍ ورځ د افغانستان په تاريخ کې د جمهوري پروسې اغاز او د يو ښه راتلونکي پر لور يو ګام ويً.

د رایي ورکولو مرکزونه د سهار پر اوو بجو پرانیستل شوي دي او د مازیګر تر څلورو بجو به دوام وکړي.
په افغانستان کې تر دولس میلیونه ډیر کسان د رایي ورکولو وړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG