د لاسرسي ځای

په یمن کې وسله والو پر پوځي مرکز بريد کړی


د یمن پوځې چارواکې وایي، مشکوکو القاعده وسله والو پر پوځي کمپلېکس بريد کړې او لږ ترلږه شپږ عسکر او دوه ملکیان یي وژلي دي.

د عدن د ساحلي ښار د جمعې د ورځې په بريد کې لږترلږه ۱۱ کسان ژوبل شوی هم دي.

چارواکو ویلي، وسله والو د پوځې تاسیساتو په دروازه کي په چاودیدونکو موادو بار موټر وچاودی او پر عسکرو یي ډزې وکړې.

د یمن د دفاع وزارت په یوه بیان کي ویلي، په ډزو کی اووه وسله وال وژل شویدي.

القاعده شبکه په یمن کي ډیره فعاله ده. دغې ډلې د یمن په دفاع وزارت کي د ډسمبرمیاشتې د بريد پړه، چې له پنځوسو زیات کسان په کي وژل شوې وو، هم منلې ده.
XS
SM
MD
LG