د لاسرسي ځای

په چارسده ، مردان او صوابۍ کې به د صحت کمپین له سبا پیل شي


د خيبرپښتونخوا حکومت وايي چې د صحت انصاف په نامه کمپين به د یکشنبې (اتوار) له ورځې په چارسده ، مردان او صوابۍ ضلعو کې هم پیل کړي.

د ياد پروګرام وياند ډاکټر اکرم شاه د جمعې په ورځ په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې د پوليو په ګډون د ماشومانو او ميرمنو د نورو يو شمېر ناروغیو د مخنيوي لپاره دا کمپين پیلوي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د بنو د صحت چارواکو ويلي چې په دې سيمه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

همدا راز يوازې سږ کال په قبايلي سيمو کې ۳۵ د پوليو کيسونه مخې ته راغلي دي. بلخوا د وسله والو لخوا يو شمېر د پوليو ضد څاڅکو ورکونکي هم وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG