د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو: امن به هغه وخت راځي چې لویې صوبې ترهګرو ته پناه ورنه کړي


د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ويلي دي چې تر هغو په وړو صوبو کې امن نه شي پرځاي کېدای تر څو چې په لویو صوبو کې ترهګرو ته د پناه ورکول کېدو مخه نه وي نیول شوې.
بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د جمعې په ورځ د سیند صوبې په ګړي خدابخش کې د پيپلز ګوند د بنسټ اېښودونکي او خپل نیکه ذوالفقار علي بوټو د ۳۵ م تلين پر مهال کړې دي.

بلاول بوټو زرداري پر ولس او حکومت ږغ وکړ چې ً ايا تاسو د سوات حالات هير کړل ، کله چې زموږ د سوات خلکو دا غلط سوچ وکړو چې ترهګر مسلمانان دي ، هغوي ته يي د انسانانو په څير پنا ورکړه او کورونه يي ورته ورکړل خو له بده مرغه همدغه ترهګرو د سوات له خلکو سره هغه بد سلوک وکړ چې په تاريخ کې يي مثال نشتهً.

د بلاول بوټو له خوا د وسله والو ډلو پرضد دا خبرې په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره هلې ځلې رواني دي. د طالبانو د مزاکراتي کميټۍ مشر مولانا سمیع الحق ويلي دي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG