د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی: افغانان دې د مخالفینو پر ګواښونو سربېره رایې واچوي


افغان ولسمشر حامد کرزی د رایې اچولو لپاره تیاري کوي
افغان ولسمشر حامد کرزی د رایې اچولو لپاره تیاري کوي
کابل: په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو له پیلیدو سره سم ولسمشر حامد کرزي د کابل په اماني لېسه کې خپله رایه ورکړه.

په دې لیسې کې د رایې ورکولو مرکز ته له ولسمشر حامد کرزي سره د هغه لومړی مرستیال یونس قانوني ، د کابینې ځیني غړي او یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

د رایې له ورکولو وروسته ولسمشر حامد کرزي دا انتخابات د افغانستان د ثبات لپاره مهم وبلل.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د مخالفینو پر ګواښونو سربېره دي رایې واچوي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه ً د افغانستان له خلکو هیله لرم، چې یو ځلي بیا له باران او یخنۍ سره سره او له هغو ګواښونو سره سره چې د افغانستان د دښمنانو له خوا کیږي، دباندې راووځي او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.″

د ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني د رایې له ورکولو وروسته خبریالانو ته وویل ً زه فکر کوم چې په انتخاباتو کې د ګډون له لارې کولای شو چې خپله دیني وجیبه او هم دیني رسالت پر ځای کړو. هیله من یم چې ټول ګران هیواد وال له ویرې پرته او اوازو، تبلیغاتو او ګواښونوته له توجه پرته د خپل ځان، هیواد او خپلو بچو برخلیک وټاکي.″

ټاکل شوې، چې د رایې ورکولو پروسه د مازدیګر تر څلورو بجو دوام وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني د کابل د په حبیبې لیسه کې د رایې ورکولو مرکز ته ولاړ او هلته یې په رسمي توګه دغه پروسه پیل کړه.

یوسف نورستاني له خلکو وغوښتل ، چې له موجودو ستونزو سره سره د رایې مرکزونو ته ولاړ شي:

″له ټولو خلکو غواړم چې پر خراب موسم سربېره د هېواد په ځینو سیمو کې د باران اټکل شوی دی او ښايي هوا سمه برابره نه وي، له کوره راووځي او رایه ورکړي.″

ښاغلي نورستاني وویل، چې په دې انتخاباتو کې له دوه رنګو کار اخیستل کیږي.

په دې کې یو رنګ په سترګو نه لیدل کیږي او د یوې خاصې الې په وسیله یې د رایې ورکولو د مرکزونو کارکوونکي معلومولای شي.


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې هرڅوک له څلورو بجو نه مخکې د رایې ورکولو په لاین کې ودریږي، د رایې ورکولو فرصت به ورکړل شي.

خلک به له اتو کاندیدانو څخه یو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل ولسمشر په توګه وټاکي.

دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو ولسمشر د خلکو د رایو په اساس په سوله یېزه توګه بل ولسمشر ته واک سپاري.
XS
SM
MD
LG