د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه:د حملو کولو په شک یې ۲۵ اوکرایني وګړي نیولي دي


د تېرې پنجشنبې پر ورځ، د روسیې امنیت فېډرالي (یا وفاقي) ادارې وویل، نیول شویو کسانو د مارچ له ۱۴مې تر ۱۷مې په روستوف، ولګاګراد، توېر، اورېل، بېلګاګراد، کالمېکیا او تاتارستان سیمو کې د حملو پلانونه جوړول.


تر دې مخکې د روسیې دولتي اېن ټي وي چینل وویل، په نیول شویو کې د ښي لاسو له ډلې درې فعالان هم شامل دي. دا د اوکراینیو ملتپالانو هغه ډله ده چې په فبرورۍ کې یې د روسي پلوه ولسمشر وېکټور یانوکووېچ په لرې کولو کې رول لوبولی وو.

اېن ټي وي وايي، مشکوکو کسانو ته اوکراین امنیتي ادارې دنده سپارلې وه چې له اوکرایني سرحد سره د روسیې پوځي سامانونو انځورونه واخلي. اوکراین دا تور بې ځایه بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG