د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان استخباراتي ادارو کسان راته ګواښونه راکوي: نصرالله بلوڅ


د ورکو کړل شویو بلوڅانو سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ له مشال راډيو سره د مرکې پر وخت د پاکستان پر استخباراتي او امنیتي ادارو تور پورې کړ چې ده ته ګواښونه کوي.

د ورکو کړل شویو بلوڅانو سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ له مشال راډيو سره د مرکې پر وخت د پاکستان پر استخباراتي او امنیتي ادارو تور پورې کړ چې ده ته ګواښونه کوي او ورته وايي چې د ورکو کړل شویو بلوڅانو د مقدمې اورېدنې لپاره دې سپریم کورټ ته نه ځي که نه ورته به تاوان ورسوي.


بلوڅ وايي، دوی چې د ورکو کړل شویو بلوڅانو لپاره لاریون کاوه نو د استخباراتي ادارو کسانو یې ورور وهلی وو او بیا د سپریم کورټ تر اورېدنې وروسته یې ده ته هم ګواښ کړی وو:

((موږ چې له [بلوچستانه] لانګ مارچ یا لاریون پیل کړ نو [د استخباراتي او امنیتي ادارو کسانو] زما ورور له دوکانه بیولی وو او بیا یې وهلی وو. هغه ته یې ګواښونه کړي ول چې که ورور یې [د ورکو کړل شویو بلوڅانو په اړه] خپلې هلې ځلې روانې وساتي نو دوی به ورته مسلې پیدا کړي. د سپریم کورټ تر دوه ورځنۍ اورېدنې وروسته چې زه [د اسلام اباد] بلو ایریا ته د خپل ټېکېټ چاپولو لپاره تللی وم نو چې ټېکېټ مې واخیست او د سړک خوا ته ور روان شوم نو دا خلک راغلل، زما له لاسه یې ټېکېټ واخیست، هغه یې وشلاوه او ماته یې وویل چې دا ته چې کوم کار کوې دا غلط دی او دا چې موږ دې نه پرېږدو.))

له نصرالله بلوڅه مې پوښتنه وکړه چې ایا خپل ژوند ته د ولاړ خطر په اړه یې د بلوچستان یا پاکستان له حکومته مرسته غوښتې ده او که نه؟
دا خلک راغلل، زما له لاسه یې ټېکېټ واخیست، هغه یې وشلاوه او ماته یې وویل چې دا ته چې کوم کار کوې دا غلط دی او دا چې موږ دې نه پرېږدو.
نصر الله بلوڅ
دی وايي، د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) حکومتونو ته ویلي دي چې د ده ساتنه دې وکړي، خو حکومتونه دا کار نه کوي:

((په رسمي ډول، سپریم کورټ حکومت ته ویلي ول چې زما د امنیت یا سېکورټۍ بندوبست دې وکړي. [نو د دې امر په نتیجه کې به] چې زه اسلام اباد ته تللم نو حکومت به زما د اوسېدو بندوبست کاوه. [حکومت] تر دوو یا درو اورېدنو دا کار کاوه خو بیا یې پرېښود. ما په رسمي ډول چیف سېکرټر، د [بلوچستان] کورنیو چارو سېکرټر او د صوبې لوړپوړو چارواکو ته ویلي دي چې موږ د بشري حقونو لپاره کار کوو، په پرامنه توګه کار کوو او دا زموږ اییني حق دی نو موږ ته دې تحفظ راکړل شي. خو په حکومتي سطح تاسې ته هم مالومه ده چې دوی د ځواکونو امر نه مني نو موږ ته به څنګه تحفظ راکړي؟))

خو د بلوچستان کورنیو چارو سېکرټر اسد ګېلاني مشال راډیو ته وویل، د دوی حکومت نصرالله بلوڅ ته د لېوي ځواک او پولیسو سرتېري ورکړي دي:

((د بلوچستان حکومت [نصر الله بلوڅ] ته اول د لېوي ځواک دوه سرتېري ورکړل. ده وویل، له دې علاوه اضافي سیکیورټي (یا امنیت) غواړي. د لېوي تر دوو سرتېرو وروسته موږ ده ته بیا د دوی د خوښې دوه پولیسان ورکړل. ده پخپله د هغو پولیسانو نومونه راکړي ول. تر دې ورسته ده بیا په سپریم کورټ کې پخپله وویل چې اوس مطمین دی.))

اسد ګېلاني دا خبره رد کړه چې ګواکې د پاکستان استخباراتي ادارو کسان نصرالله بلوڅ ته ګواښونه کوي.

په کوټه کې د پاکستان بشري حقونو کمېشن مرستیال مشر طاهر حسین وايي، دوی په ملکي او نړیواله سطح په بیا بیا د بشري حقونو فعالانو او د ورکو کړل شویو بلوڅانو لپاره د کارکوونکو په اړه اندېښنې ښودلې دي او د دوی ژوند ته ګواښ یې غندلی دی: کټ

د ورکو کړل شویو بلوڅانو سازمان مشر نصرالله بلوڅ زیاتوي، ده په دې وروستیو کې د پاکستان لوړپوړو چارواکو ته یو ځل بیا لیکونه استولي دي چې د ده ساتنه دې وکړي، خو لا یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
XS
SM
MD
LG